" /> " /> " /> " /> بوش : [ سپيني ماڼۍ ته ښه راغلاست ! ]  – لراوبر ویب پاڼه
کور / هراړخیز / بوش : [ سپيني ماڼۍ ته ښه راغلاست ! ]  video

بوش : [ سپيني ماڼۍ ته ښه راغلاست ! ]  video

بوش نن په دوشنبې غرمه بارک اوباما ته په سپينه ماڼۍ کښي تود هرکلی ووايه .

د ولسمشرۍ د دفتر څخه داد اوباما دا لومړنی کتنه وه، که څه هم دی مخکي سپيني ماڼۍ ته راغلئ وو .


خبريالانو ته په غونډه کښي د ګډون اجازه نه وه ورکړل سوې، خبريالانو يواځي د ګلانو په منځ کښي د دوی دوو د تګ عکاسي او انځورونه اخستل .


 ښايي دغه دوه سیاست مداران به د بحث دپاره زياتي موضوعګاني ولري، خو روان اقتصادي بحران او د عراق جنګ به د اجنډا په سر کښي وي .


ښوونځي :


د اوباما لوڼي ماليا او ساشا په چيګاګو کښي د ښوونځۍ له امله نه وې  ورسره راغلي، چي ښايي مور به يې په راتلونکي کښي د واشنګټن ډي سي نوي ښوونځي ته را نقل (سه پارچه)  کړي .


د بوش مېرمن لورا بوش وويل؛ چي سپينه ماڼۍ د کوچنيانو د روزلو او تربيې اعلي ترينه ځای دئ .