کور / نثر / څه غواړی؟

څه غواړی؟


زه د ځان لپاره له تا څخه هیڅ نه غــواړم . 
زمــا غوښتنه ساده ده هــغه داچه د موجوده بی نظمیو اساسی چـــاره وشی . 
زمـــا هیله داده چه د قـــام او ولس علیــا منافـــع د نظـــر لاندی و نیـــولی شی .
زمــا جدی غوښتنه داده چه اوضاع ښه تحلیل شی او بیا د معقول پلان لاندی یوه داسی نقشه طرحه کړی شی چه  د هغی نقشی له مخی حرکت د امیدواری عملی پلا نونه طی کړی .
غوښتنی ډیـــری دی  !
خو زمــا نظـــر دادی ؛ چه غوښتنی باید ښی درجی بندی شی او د درجی له مخی د ژوند حرکت ښه معقول عیار شی .
 
د «  ۱۳۵۱» هجری شمسی کال ــ  کابل