کور / تازه خبرونه / یو امریکایی خبریال او د هغه ترجمان وتښتول سو

یو امریکایی خبریال او د هغه ترجمان وتښتول سو

د چین زینهووا آژانس خبر ورکوي چی پرون مازیګر د لوګر ولایت د څرخ د ولسوالۍ په حدودو کی د نیویارک ټایمز ورځپاڼی خبریال ( چی نیم نوم یې ډېویډ دﺉ ) او د هغه ترجمان طاهر او ډریور نامعلومو وسلوالو وتښتول . د لوګر د پولیسو قوماندان مصطفی محسنی وویل چی دغه خبریال پولیسو ته خبر نه و ورکړی او بهرني ژورنالیسټان باید لومړی د پولیسو سره تماس ونیسی او بیا په دې ولایت کی وګرزی . دغه خبریال غوښته چی د طالبانو سره مرکه وکړی . درې ورځی مخکی یوه کاناډایی خبریاله هم پسله ۲۸ ورځو څخه خوشی سوه او ویل کیږی چی هغه د طالبانو په بدله کی خوشی سوې وه . تښتونی اوس په افغانستان کی د ورځی یوه موضوع ګرځېدلې ده .