کور / شعر / شیطانان

شیطانان

راځی چې حج ته لاړ شو شیطانان په کاڼو ولو
چې قام څوک خرڅوی هغه مشران په کاڼو ولو


درشل د پښتنو ته چې په بد نظر کته کړی
باچا که د جهان وی دا انسان په کاڼو ولو


بیلتون سره چې مل وی د نفاق اور بلوی نو
دی خپله که جانان وی دا جانان په کاڼو ولو


چې مخامخ دا ستا وی پشیشاه چې د بل چا وی
همدا منافقان خو د جهان په کاڼو ولو


ستا کړی کار چې اخلی او دعوه پری د خپل ځان کړی
راځۍ د داسی خلکو خو ایمان په کاڼو ولو


د بل ډول ته ګډیږی او د خپله ډوله لری
نسیم ستوریه راځه دا غلامان په کاڼو ولو