پښتونستان څه شو ؟

د لراوبر اداره | نوومبر 12th, 2008


د امرېکې د نوې جمهور رېس له راتګ سره دافغانانو ډېرې هېلې وابسته دې . دافغانستان او امرېکې اړېکې ډېر نشېب او فراز لرې د رېګن په وخت کښې د امرېکې لپاره افغانستان ډېر اهمېت غوره کړې وو ولې د بش د پلار په دور کښې چې کله د ډاکټر نجېب دولت سقوت وکړ امرېکې بېا افغانستان په هر ډګر کښې هېر کړ د طالبانو له راجوتېدو سره امرېکا ېو ځل بېا دافغانستان په هکله دلجسپې پېدا کړه چې په لومړې سر کښې ېې د تېلو د پاېپ لاېن پرمسله دلچسپې وښوده او بېا د امرېکې پر سفارتخانو له حملو وروسته د ترورېزم دننګونو په هکله .
دبش د حکومت پر مهال افغانستان له لوې بدلون سره مخ شو طالبان ړنګ شول او افغانستان د ترورېزم سره د ېوې اوږد مهالې مبارزې لپاره د جنګ نوې مېدان جوړ شو .


د پاکستان هغه هلې ځلې چې دا جنګ د افغانستان دداخلې ستونزو زېږنده وبولې له رسواېې سره مخ شوې .
دا جګړه له افغانستانه د پاکستان هغو پښتنې سېمو ته وغزېدې چې ېو وخت په پښتونستان ېادېدلې .
دا هغه پښتونستان دې چې ددې لانجې له لاسه مجاهدېن ، القاعده ، او طالبان زېږول شوې دې .
ددې ډلو مور پاکستان ده ، ددې دسېسو پر ضد دافغانستان تېرو دولتونو د پښتونستان مسلې ته لاس اچولې وو . که څه هم چې تر ننه د پښتونستان تعرېف او غاېت ناڅرګند دې چې دا به لکه ازادکشمېر د افغانستان تر اثر لاندې ېوه سېمه وې او ېا به ځانګړې کوم مستقېل هېواد وې او ېابه له جوړېدلو وروسته سمدلاسه په افغانستان کښې زم کېږې . زما په فکر دا ېو داسې فکرې انګېزه ده چې د فقېراېپې او ملاپېونده پدور کښې چې کله دوې لدې نه ناامېده شول چې د افغانستان دوخت دولت به ددوې پښکاره ننګه وکړې او داسېمې به خپل هېواد وګڼې نو دوې بېا دخپلو غزاګانو د مشروعېت او په دې اړه دتصمېم نېولو د اختېار لپاره دپښتونستان اصطلاح وضعه کړه .


خېر د ټولو افغانانو او په پاکستان کښې د ټومبل شوې افغانې سېمو پښتنو د پښتونستان په اړه لوې امېدونه درلوده او ددې لپاره ېې اوږدې مبارزې پر مخ وړې دې .
د ډاکټر نجېب د حکومت له ړنګېدلو وروسته پاکستان د پښتونستان دمسلې دتل لپاره د ښخېدلو خبرې کولې او هغه پښتانه چې د ملې ازادې لپاره ېې سختې مبارزې ، هجرتونه کړې وو پر مېدان تنها هک پک پاتې شول .
د ددې پښتنو نماېنده ګوندونه اې اېن پې او پښتونخوا ملې عوامې پارټې وه .
په افغانستان کښې دنوې تحول له راتګ سره بېا ډېرو خلکو ګمان کاوه چې دا مسله به ېو ځل بېا توده شې ولې په ډېره حېرانتېا سره د ډېورنډ کرښه او پرې بحسونه ډېر تاوده دې او دا د پښتونستان  خبره تر ننه دافغانستان د دولت او د پښتنو دګوندونو په سطحه غلې پاتې ده .
دافغانستان دولت چې په ېو ډول له پاکستان سره په عملې ګرمه او سړه جګړه بوخت دې هېڅ دا کوشش نکوې چې پر قباېلو او پښتنې سېمو د امرېکې د ممکنه حملې په صورت کښې به ددې سېمو دسېاسې خلا تشه په څه ډکېږې ، اوس پاکستان په ټېنګه دا پالېسې نېولې ده چې ددوې طالبان به دوې غلې کوې او امرېکه دې ېواځې ددوې مالې او فوځې مرستې وکې .
ولې که لکه څنګه چې ښکارې امرېکا پدې مطمېن نشوه نو ممکن دا نوې حکومت پدې سېمو کښې پر طالبانو دزمېنې حملو پلان تر لاس لاندې ونېسې  ممکن بېا پاکستان دا پالېسې غوره کړې چې دا عملېات به په ګډه سره کوې او له طالبانو وروسته به پدې سېمې کښې دقدرت خلا دوې ډکه وې دوې به دلته دامرېکا په مرسته فوځې مراکز رغوې .
افغانستان که څه هم پدې خوشحاله برېښې چې نړې اوس د ترورېزم مرکز پاکستان په نښه کړې دې ولې په اصل افغانستان دا لانجه بېرته خپل کورته راوستې ده . ولې چې داسېمې هم افغانستان ده ، او افغانستان مکلفه ده چې هېڅله داسېمې پاکستان ونه ګڼې کنه عملا بېا دافغانستان لدې سېمې دلاس په سر کېدلو معنې ورکوې .
لدې سره جوخت په پاکستان کښې دا وخت د پښتنو مشرتابه او سېاسې ډلو ډېر شرمناک درېځ غوره کړې دې دواړو د پښتنو سېاسې نماېنده ګوندونو د طالب له مصنوعې وېرې د لاهور په غېږ کښې پناه اخستې ده .
نن اې اېن پې پپښتونستان افسانه بولې او پردې سېاست کوې چې ېواځې سرحد ته نوم پېدا کړې افغانستان او پښتونستان څه کوې چې د فاټا او بلوچستان د پښتنو د حقوقو لپاره هم هېڅ برنامه نلرې حتې په منشور کښې ېې هېڅ د پښتو او پښتنو ټکې نشته .
مشر محمود خان صاحب د پاکستان د قضاېې سستم پر مړې اوښکې توېېوې او د هغه پنجابې استعمار د ګوډاګې چودرې لپاره ېې خپل ځان ، مبارزه او د پښتنو ځانې او مالې وساېل وقف کړې دې چې ده به ېې همېش د مقابلې لپاره ترانې وېلې او هم دا قضاېې او عدلې سستم به ېې د پښتنو د غلام ساتلو زمه وار ګاڼه .
مرحوم نواب اکبرخان بکټې تر شهادت دوې ورځې مخ ته له بې بې سې سره په مرکه کښې زېاته کړه  چې موږ د پاکستان د پارلمانې سېاست له لېارې د بلوڅانو لپاره هېڅ ونه کړل او دا اوسنې زما قربانې چې ېوه پوښه مې په قبر کښې ځوړنده ده ېواځې د هغو غلتېو کفاره ده اوبس .
او ورته خبره هم نن عطاالله جان منګل صاحب هم کوې .
ولې زموږ قامې مشران په اخر وخت کښې د پنجاب غېږې ته ولاړل او پر خپل تېرتارېخ او مبارېزو ېې پښېمانې وښودله او د پنجاب په حضور کښې د خپلو مشرانو او پلرونو پر غلطېو ېې هم ځان سپېن الف کړ ، خو دا ېو داسې عمل دې چې نه به له دوې نه پاکستان راضې شې او نه به دوې ټول عمر د افغانانو او پښتنو پر وړاندې خپل حېثېت بېرته ترلاسه کړې .

«

Copyright Larawbar 2007-2024