کور / تازه خبرونه / پيښور کې يو ايراني ډيپلومات تښتول شوی

پيښور کې يو ايراني ډيپلومات تښتول شوی

نن په پيښور کې د ايران د قونصلګرۍ يو لوړ پوړي ډيپلوماټ تښتول شوی او موټروان يې وژل شوی دی.


بي بي سي د ځايي امنيتي چارواکو له خولې ليکي چې  دا پيښه په حيات اباد کې  هغه مهال  پېښه شوې چې  ايرانی ډيپلوماټ ، حشمت اطهر زاده  د خپل کور څخه د دفتر پر لور روان وو.  د خبر له مخې  لومړی د هغه په موټر ډزې شوي اود هغه د موټروان له وژلو وروسته ، اطهرزاده تښتول شوی.


په دې وروستيوو کې دغسې وژنې او تښتوونې ډيرې شوي دي.


 پرون سهار يو امريکايي چې د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې  سره يې د قرار دي په بڼه کار کاوه او  په قبايلي سيمه کې د بيارغوني د پروژوسمبالوونکې موسسې )  ايف، ايچ، ايس( مشر وو، د خپل موټروان سره  د پيښور په يونيورسټي ټاون کې ووژل شو.


څه موده وړاندې  په پاکستان کې د افغانستان نوی  ټاکل شوی سفير، عبدالخالق فراهي  او له هغه وروسته د افغانستان د ماليې وزير  ورور هم نامعلومو وسله والو تښتولي چې تر اوسه يې هيڅ درک نه دی معلوم.