کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنایي مجرمین که اسیر مجاهد طالبان ؟

جنایي مجرمین که اسیر مجاهد طالبان ؟

د اسلامي امارت رهبري شورا د درو طالب وسلوالو اعدام په کلکه غندي او د افغان دولت وینا دروغ ګڼي  چې ګواکي اعدام شوي کسان جنایي مجرمین ول . طالب ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهېد دوی (اعدام شوي کسان) هغه ریښتیني اسیر مجاهېدین ګڼي چې “په ژبه، قلم او ټوپک یې جهاد کاوه .” دوی که جنایي مجرمین ول، او که اسیر طالبان، والله اعلم!

خو پاموړ دا ده چې د اسلامي امارت رهبري شورا خپل احتجاج په داسې غوښتنو کې رانغاړي چې دوی (اسلامي امارت رهبران او مجاهېدین) په خپله ترې انکار کوي او نه یې مني . دا چې هغه ځمکه سوځي، چې اور پرې بل وي، نو ځکه نن طالبانو هم احتجاج وکړ، حال دا چې دوی د هېچا احتجاج نه مني .

تر هر څه له مخه یې د احتجاج سرلیک تر پوښتنې لاندې دی :

“دکابل دپول چرخي په زندان کي ددري کسه اعدام سوومجاهدينوپه هکله داسلامی امارت درهبری شوراغبرګون”

له سیاسي پلوه اسلامي امارت له منځه تللی دی، او طالبان په یوه وسلوال ځواک بدل شوي دي . دغه وسلوال ځواک نه کوم مالوم د ناستې ځای لري او نه هم منلې رهبري، نه قاضي او نه هم محکمه .  ټول هغه کسان چې طالب وسلوال یې خپل غلیمان ګڼي، د تېلېفوني محکمې د قضاوت پر بنسټ وژل کېږي .

د شریعي علومو له مخې کېدای شي چې د امارت د قیادت په اړه دقاضي احمد مسلم لاندې لیکنه  د ډېرو پوښتنو د ځواب جوګه شي :
http://www.larawbar.net/detail.php?id=6720

“اسلامي امارت”  خپلې غوښتنې د خپل ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهېد په مټ په لاندې توګه څرګندوي :

“(۱)اسلامي امارت لومړی د کابل په ادارچيانو ،  خاصة په قاضيانو او څارنوالانو په ټينګه غږ کوي چې ددي ناځوانمردانه  عمل څخه دي ډډه وکړي او بي وزله مجاهدین  دی دکفارودخوشالولوپه خاطرپه  شهادت نه رسوي .”
له آره خو د طالب وسلوالو د کړو وړ په باره کې ډېرې پوښتنې شتون لري، خو د اعدام په اړه د دوی د غبرګون په اړه څو پوښتنې پېدا کېږي :
له “ناځوانمردانه” څخه طالبان کوم جاج او مانا اخلي؟
آیا د افغان دولت کارمنو وژنه، د ښوونکیو، زده کوونکیو، زده کړیالانو او د موټرو د سورلۍ وژنه “ځوانمردانه” ده؟
دوهمه غوښتنه :
“داچي دا ډول اعمال د ټولو هيواد والو په مينځ کې د ډيرو ناوړو دښمنيو, سترو اختلافاتو او  نفرتونو د رامينځته کولو لامل ګرځي ،  نو په کار ده چی ټول جهادی،روحانی اوملی شخصیتونه  په دي برخه کې خپل مسؤوليت ته متوجه او په مخنيوي کې يې په جديت سره هڅه او كوِِِښښ وکړي .”

کله چې د لغمان تنکي او خوارکي ځوانان د تېلفوني محکمه د قضاوت پر بنسټ   ووژل شول، آیا په دې سره د افغانانو، په ځانګړي توګه د لغمانیانو کینه، اختلافات، دوښمني  او غوصه راونه پارېدله؟
آیا لغمانیان په ډاګه نه وایي چې دوی تیار دي د طالب وسلوالو پر ضد “جهاد” وکړي؟
آیا دا ریښتیا نه ده چې جلال آباد ته نږدي لغمانیانو د مسافرو ګاډي درول او د کندهاریانو په لټه کې ول؟
آیا همدې ته د سترو اختلافاتو او دښمنیو د مخنیوي کړنلاره وایي؟

زموږ جهادي شخصیتونه شهیدان شول، خو هغه چې لا ژوندي دي، رباني او ښاغلی سیاف دی چې د ملي اردو په څیر د افغان دولت دچوکاټ یا ماشین یوه کاري برخه جوړوي . نو که د افغان اردو مرګ روا وي، بیا خو د دې آر پر بنسټ د هغو جهادي مشرانو مرګ هم روا دی چې له دولت سره همکار ي کوي .
نو طالبانو کومو جهادي شخصیتونو ته د د زاریو لمن نیولي ده؟
ښاغلی حکمتیار چې یو منلی جهادي شخصیت دی، له افغان دولت سره ناباندې (مخالف) دی . بې له ښاغلي حکمتیار څخه افغانان کوم ملي شخصیت نه لري، او که کوم روحاني شخصیت ولري، نو طالبان د مهرباني وکړي او د دوی نومونه د په ګوته کړي .  طالبان د دغو روحاني شخصیتونو ته په لوړ غږ خپل پیغام واوروي .

د اسلامي امارت دریمه غوښتنه :

“(۳  داچی دکرزی په شمول  ټول هیواد وال اونړیوال په دی خبره اقرار کوی چی دکابل فاسده اداره له سره ترپایه له فاسدواورشوت خوروډکه ده دحقیقت اوعدالت هیڅ څرک پکښی نسته   دملګرو ملتونو ، اروپايې اتحاديي ،  سورصليب او د بشر د حقوقو د ټولنو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ددې وحشي عمل په مخنيوی کې په جديت سره قدمونه پورته کړي او د مظلومو بنديانو د ظالمانه وژني مخه دی ونيسي .”

څوک چې له حقیقت څخه سترګې پټوي او ګمراه شوي وي، د هغه په باره کې الله سبحانه و تعالی فرمایي :
(صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَرْجِعُونَ)
“ترجمه : دوی کاڼه دي، ګونګیان دي او ړانده دي . دوی له ګمراهۍ نه بېرته نه راګرځي .”
“تفسیر : یعنې کاڼه دي چې ریښتیا او حقه خبره نه شي اورېدلای . ګونګیان دي د حق له اقراره او ریښتیاویلو څخه، ړانده دي د حق له لیدلو او د خپلې ګټې او تاوان له کتولو څخه . څوک چې کوڼ هم وي او ګونګی هم، نو هغه به څنګه په لار راشي . هو! که یوازې ړوند وای، نو یا به یې چاته غږ کاوه او یا به یې د چا خبره اورېده . پس له دوی ځنې هېڅ هیله او توقع نه کېږي چې له ګمراهۍ او بې لارېتوب ځنې مخ واړوي او په سمه لار راشي .”
ترجمه او تفسیر  له “د قرآنکریم ترجمه او تفسیر په پښتو ژبه کښې”

د دې آیه مبارکۀ پر اساس یو څو سپینې خبرې :

د کرزي اداره هغه فاسدترینه اداره ده چې له سپړلو یې قلم عاجز دی، خو ملګري ملتونه هم کفر جوړ کړي دي، او سرمشري یې  هم کفر کوي .  اروپایي ټولنه هغه بي دینه ټولنه ده چې اسلامي امارت یې دړې وړې کړ، هره ورځ زموږ افغان ماشومان په یوه اوبل نامه وژني، او د طالبانو په وینا د اسلام په څپلو لګیا دي  . د بشر د حقوقو ادارې خو بیا ټول پېژني چې بې د عیسویت او فحشا له خپراوي بل هېڅ شی هم نه غواړي .
خو بیا هم پوښتنه دا ده چې طالبان ریښتیا هم د بشر حقوقو ته درناوی او په همدې ادارو باور لري؟
آیا هغه افغانان چې د طالبانو له خوابې له کومې محکمې د سړک پر سر او کوڅو کې وژل کېږي، په بشر کې راځي؟
آیا طالبانو اوس ځانونه بدل کړل او له کفره (اروپایي اتحادیې) د ترحم تمه لري؟
آیا طالبان اوس خپل د زړه درد د صلیبانو کفري منشور ته کوي چې په همدوی (طالبانو) او افغانانو یې دا حالت راوستلی دی؟
سور صلیب څه شی او څوک دی؟
آیا د سره صلیب او هغه صلیبانو چې طالبان یې د اسلام غلیمان ګڼي، هم څه توپیر شته؟
که وي، نو څه شی دی؟
آیا یوازې د طالب وسلوالو وژل “وحشي” دي که ګرد سره د هر مسلمان افغان؟

د اسلامي امارت څلورمه غوښتنه :
“(۴) څرنګه چې د رسنيو چلونکي او خبريالان هم په دي برخه کې د روند مسؤوليت لري له هغوي  څخه هم غوښتنه كوو چې په دي برخه کي  خپل رسالت ادا کړي او ددوی د مظلوميت او از پورته کړي . “
که طالبان دغه رسالت ته درناوی لري،  نو بیا یې ولې خدای بښلی اجمل نقش بندي حلال کړ او اېټالوی خبریال یې خوشی کړ؟
د امارت پنځمه غوښتنه :
5 :اسلامي امارت په ډير ښکار ه ډول خبر داری ورکوي: چې ددې غير اسلامي ، غير افغاني او غير انساني عمل په ترسره کولو  به موږ بي تفاوته نه پاته کيږو ، په ټول توان او طاقت سره به په دي ناروا عمل کې دد خيلو لوريو او اشخاصو په ضد ګامونه پورته کړوپلټـني موپیل کړی ككړ کسان به یا دخپلو اعمالو په سزارسیږی اویابه لکه د پخوانیو کمونستانوپه څیر دملت له قهر نه دخپل بادار غیږی ته پنا وړی او وطن به پری ږ دی چی داسلسله همدا اوس لا پیل شوی  .”
آیا د هغو افغانانو وژنه اسلامي، افغاني او انساني ده چې طالبان یې له ګاډیو کښتنه کوي، او بیا یې دخپلو مېرمنو، ماشومانو، خویندو او وروڼو په  وړاندی وژني؟

که ټولې اسلامي او کفري اداري، ټول منلي او منفور جهادي او ملي شخصیتونه د طالبانو غوښتنو ته غوږ کېږدي، او له دوی سره دا ومني چې ګواکي افغان دولت ریښتیا هم اسیر طالبان ووژل، نو دا به د طالبانو لپاره یوه بریا وي!
خو  که همدغه ادارې له طالبانو وپوښتي چې دوی ولې د ملي اردو اسیر عسکر او یا هم هغه ملکي کسان وژني چې طالبان یې د ملي اردو او له دولت سره په کار تورنوي، نو بیا به د طالبانو ځواب څه وي؟
زه په کلکه په دې اند یم، چې کفري ادرو او ټولنو ته دا ډول ګیلې بې ځایه دي، دا د حل لار  نه ده، او نه هم کوم لوري ته د منښت وړ دي . د دې ګیلو پر ځای افغانانو ته ښایي چې په یوه جومات کې سره راټول شي او د الله سبحانه و تعالی د اوامرو سره سم خپل ناباندېتوبوته (اختلافات) حل کړي ، او د (وعتصمو بحبل الله جميعا ولا تفرقوا) پر اساس یو بل ته د وروۍ لاسونه ورکړي .

تبصره نسته

  1. ښاغلى محمد کريم، ستاسې خبره بېخي سمه ده. طالبان په خپله د معصومو انجونو په مخونو تېزاب اچوي، د ښوونځيو معصوم زده کوونکي په راکټونو الوځوي، هيڅ بشري او اسلامي ارزښت يې مخې ته نه ودرېږي خو بيا چې د دوى بې زړه او بې مزغو قاتلان اعدامېږي نو ګردې نړۍ (په شمول د کفارو) ته چيغې وهي چې بشري حقوق او بشري حقوق. زه خووايم چې پکار ده پوليسو ته اجازه ورکړاى شي چې کوم طالب نيسي نو زندان ته دې يې نه بوځي هماغلته دې يې ختموي چې کيسه يې پاکېږي.

  2. محترم محمدکرېم نور
    ېاره مور درباندې نشې بوره