کور / نوميالي / محمد اکبر (خادم) د پښتو ادب پر آسمان یو ځلاند ستوری

محمد اکبر (خادم) د پښتو ادب پر آسمان یو ځلاند ستوری

په لره پښتونخوا کې محمد اکبر (خادم) د پښتو ژبې د نهضت قهرمان او د پښتو د ادب په آسمان کې یو ځلاند ستوری دی .دده خوږو اوپخو اشعارو د پښتو په خوږوالي کې ډیر زیاتوالی راوستی دی . ده د پښتو ژبې دا خوږه شاعري د ژوند په ډیرو خوږو شپو او ورځو کې شروع کړې ده او شپږ دیرش کاله ی  یې په  داسې شان وچلوله  چې نه په کې ستړی شو او نه پښیمانه.

       دده پلار احمد جي نومیده چې په اصل کې د اکوړي دی خو ورورسته د اشنغر چارسدې ته راغلی او هلته میشت شوی دی محمد اکبر خادم په ۱۳۰۵ هجري قمري ۱۸۸۸ میلادی کال  په همدغه ځای کې زیږیدلی دی او ددغې سیمې په غیږ کې یې وده کړې ده دی یو حساس او بې تکلفه شاعر یو په کام مین او په زړه دردمن انسان او یو هوښیار او زړوروپښتون و.

      هغه وخت چې په لوی هند کې د استعمار منګولې ښخې وې دې ښاغلي نه یواځې په خپلو خوږو اوویښونکو اشعارو او زړه وړونکو خبرو او پخو مقالو د استعمار سره په ټینګه مجادله وکړه بلکه په دغه لار کې له خپل شخصي مال او شخصي ازادۍ څخه هم څوځله  تیر شوی دی په تیره بیا د پښتونستان په نهضت کې دده زیارونه او زحمتونه د یادونې وړ دي .

      هغه لیک چې ده په ۱:۱!۴۵ نیټه کې د اباسین د مجلې د چلوونکي په نامه کښلی او ورلیږلی یې دی دهغه له لوستلو نه دده قلمي قدرت ، علمي سويه  ،ارمان او پښتني جذبه  ښه څرګندیدای شي

          هغه لیک دا دی :

         د اباسین د رسالې ایډیټر صاحب اسلاعلیکم!

       الله تعا لی دې سر سبز او خوشاله لره . امید دی چې تاسې به زما په نامه خپله رساله جاري کړئ

        زما پنځلس تصانیف د ي چې له هغو څخه یو نه دی چاپ شوی او نور څوارلس یې چاپ شوي دي که چیرته زما نظم او نثر مو خوښ وي نو هفته په هفته به یو مضمون درلیږم چې زما کلام بهرې دنیا ته ووځی . زما تصنیفونه الهیات ،اخلاقیات ، روحانیات، اقتصادیات ،تمدن او معاشرت دي او ټول مضامین یې د فلسفې په رنګ کې رنګ دي . که جیرې ددې نه څومنتخب مضامین بهرې دنیا ته ووځي  نو انشا لله تعالی دنیا به ورته حیرانه  شي څه وکړم چې مونږ خلکو ته خپله ژبه ډیره سپکه ده نه د ژبې قدر کوو او نه د ادیب ……………………….

       ژوندي قومونه ښکلوی د ادیب ولي                         مړه قومونه ښکلوي د ادیب څلي

      که د مرګ په تبه پروت وي پر س یې نه وي             بیا د قبر ښکلوي لرګي توږلي

دده د زیاترو اشعارو موضع پند، حکمت او فلسفه ده .

اوبې د کام او ولس نه  یې بل شي سره دومره عشق او مینه نه ده ښکاره کړې د کام خیر او نیکمرغي دده لومړنې هیله ده . دی خپل کام ته په شعر کې د بریالیتوب چمونه په داسې ډول ښيي

       د نکریزو په شان ځام میده میده کړه                  په تلي کې د جانان لګیده غواړې

       سر اره کړه د ږمنځ غوندې سل ځایه                   که اوربل ته د اشنا رسیدل غواړې

کله چې ده له ژوند سره وداع کوله نو څو ورځې دمخه یې داسې ګیله کړې ده

      چا چې منډې د قام مخکې دي وهلي             هغوی تل خلکو په کاڼو دي ویشتلي

     دوی وګړي هیڅ په ژوند نه دي منلي            (خادم)ځکه ترې په ژوند دي ډیر ژړلي

څرنګه چې خادم د ډیرو پښتني شاعرانو اولیکوالو په زړونو کې ځای لاره او هر چا ورته د قدر او ا  په سترګو کتل .نو له همدې امله دی یې د بابا په لقب ستایلی او دده په  مړینه یې  ډیره خواشیني ښکاره کړې ده او ځینو شاعرانو لکه ښاغلی ولي محمد طوفاندده د مړینې په نسبت یې داسې ساندې هم بوللې دي :

                      د خادم بابا انجام شو                که لمر پریوتو اښام شو

                     پښتنه ادې شوه بوره                  که یتیم همګي قام شو

                     له دنیا یې سفر وکړ                      مرورزمونږ امام    شو

                    هغه پټې کړلې سترګې              دلته خوب په مونږ حرام شو

                  چې تکلیف یې زمونږ وړلو       خدایه چيرته په ارا م      شو

د خادم صاحب دا بیت په آزادۍ غوښتونکو کې د متل حیثیت لري

نه کلونه د غلام په غلامۍ کې

نه ساعت د ازادۍ که ځنکدن وي 
 
 
د خادم صاحب د کلام نمونې :

غزل

مال و ملک عزت چې لاړ شي زیاته ناچاري څه وي
قوم چې شي جاهل له دې نه زیاته بیماري څه وي     

نصاب چې د تعلیم د غلام قوم شي د غیر قوم په لاس
تل به غلامان وي ددې قوم به خود داري څه وي

لوست همیش یاديږي د بچو په خپله ژبه کې
یاد د پردۍ ژبې په دماغ کې پایداري څه وي

څوک چې امته داره وي بل قوم ته د یوې ستنې
زیاته به له دې نه بیکاري د قوم خواري څه وي

څوک چې خون د ملک او قوم کوي په یو خطاب سره
زیاته به قومي له دې نه نوره غداري څه وي

څوک چې بې ټکسه د مظلوم ژړا زارۍ نه اوري
زیاته به له دې نه د حاکم ستمګاري څه وي

څوک چې د خپل ملک وقوم خدمت په مال او ځان کوي
زیاته به له دې نه د نامدارو نامداري څه وي

څوک چې په ژړا ددې خادم له خوبه ویښ نه شي
زیاته به له دې ژړا قومی منت زاري څه وي

 

غزل

بد دځان له پاره ولې د قام غواړې
ولې ږدې لکه د خره په کته داړې

چې دې زړه لکه د کاڼي په شان سخت دی
په قیام لکه د بت عبث ولاړ یې

بې عمله تسپې داسې دې په لاس کې
لکه لال چې څوک امیل که د یواړې

چې نن ژاړي په کوڅو کې ستا دلاسه
بیا سبا به د هغو دلاسه ژاړې

ورورولي د پښتنو ولې ترخې شوې
د هر یو دي د خولې وچې بل ته لاړې

وازدې غوښې شوې خوراک د شر مښانو
دوی په تش هډوکي دي سره همغاړې

لمونځ ګذار چې دعا غواړي ځان دپاره
د خادم دعا توکل وي ځانته لاړې