یوه کاناډایی مسلمانه خبریاله تښتول سوې ده

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 15th, 2008


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی یوه کاناډایی مستقله خبریاله د درو ورځو راهیسی د پاکستان په شمال کی تښتول سوې او تر ننه لادرکه ده . د کاناډا خارجه وزارت وایی چی موږ د هغې نوم او پیژندنه اوس نه سو ښودلای ځکه دا کار د هغې برخلیک د خطر سره مخامخ کوی . خو دوو کاناډایی ورځپاڼو ( ګلوب اینډ مېل او وانکوور سن ) لیکی چی دا ۵۲ کلنه ښځه یوه خپلواکه ژورنالیسټه ده او نوم یې « بې ورلی ګیسبریچ » دﺉ او د تیری سه شنبې راهیسی په پاکستان کی ورکه ده . خبر زیاتوی چی دا ښځه په ۲۰۰۲ کی د اسلام په مقدس دین مشرفه سوې او اسلامی نوم یې « خدیجه او تخلص یې عبدالقهار دﺉ . دا د څه مودې راهیسی یوه تونده اسلامی ویب پاڼه چلوی چی هغه پر امریکا او لویدیځ باندی د تروریزم سره د چټی جنګ په دلیل سخت انتقادونه کوی . اوټاوا او اسلام آباد د خدیجې عبدالقهار د پیدا کولو او خلاصون په لټه کی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024