کور / تازه خبرونه / سميع يوسفزى مخ په ښه کيدو دى

سميع يوسفزى مخ په ښه کيدو دى

پېښور …………  لر اوبرډاټ کام


سميع يوسفزى چې تېره ورځ د برمته ګرو د منګول نه په ټپي حالت کې ژوندى ووتلو، صحي وضع يې ښه ده    او مخ په ښه کيدو دى .


نوموړي يوه مردکۍ په ټټر اوبله هم په لاس خوړلې خو ډاکتران وايي دايکسرى نه يې معلوميږي چې هډونو ته يې تاوان نه دى  رسيدلى او په څو ورځو کې به د ګرځيدو جوګه شي .


سميع يوسفزي په روغتون کې د خبريالانو يوې ورغلې ډلې ته وويل د ځان تر څنګ د نورو خبريالانو د ژوند د ژغورلو لپاره هم د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي .


نوموړى وايي ډزې پرې په حيات اباد کې شوي او دا سمه نه ده چې ګواکې د نورو خبريالانو سره يو ځاى د خيبر قبايلي سيمي ته ورغلى و


 نوموړي وويل چې درملنه يې په ښه توګه روانه ده او د ډاکټرانو د کار نه مطمين دى


.د يادونې وړ ده چې د افغان خبريال سره ټپي شوى جاپانى خبريال موټوکي يوتسو کيورا هم د اسلام اباد په الشفاء روغتون کې ددرملنې لاندې دى، هغه يوه مردکۍ په ښپه خوړلې ده .


پېښور کې ميشت افغان او ځايي ليکوال په پرله پسي توګه د خبريالانو په نخښه کيدو انديښمن کړي دي .دوى وايي که دا لړۍ روانه وي ګرانه به وي چې خبريالان حقايقو ته لاس رسى پيدا کړي . .