کور / تازه خبرونه / خوست: يو تن خپل ورور، وريندار او وريرونه ووژل

خوست: يو تن خپل ورور، وريندار او وريرونه ووژل

په خوست كې يوه تن د يوې كورنۍ څلور تنه وژلي او له پېښې وروسته يې په نامعلوم لوري پښې سپكې كړې دي.
په وژل شويو كې پلار مور او دوه تنكي زامن دي او وژونكى هم د وژل شوي پلار  سكه ورور دى.
دا پېښه تېره ورځ ناوخته د خوست ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ په يوه كلې كې شوې.
پېښې ته نېږدې يوه تن وويل، چې وژونكى په ناڅاپي توګه د خپل ورور كور ته ور ننوتى او د ټوپك په ډزو يې ورور، وريندار او دوه وريرونه وژلي او دريم وراره يې هم په ټپي حالت د ولسوالۍ ودانۍ ته ځان له مرګه خلاص كړى دى.
د سيمې ولسوال دولت خان قيومي پېښه مني او وايي، چې د وژونكي په نېولو پسې يې هڅې پيل كړي، خو تر دې دمه په لاس نه دى ورغلى.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه ځايي اوسيدونكو ته معلوم شوى  او نه هم حكومتي مسؤولينو ته ، خو په تېرو كې دا ډول پېښې، د كورني تاؤتريخوالي، يا هم د ځمكو او پولو پر سر د لفظي شخړو له امله رامنځته شوې دي.
په خوست كې نېږدې هره ورځ د شخصي دښمنيو له امله داسې يوه پېښه كيږي، چې له امله يې مرګ ژوبلې هم اوړي، خو تر اوسه يې حكومت په كابو كولو نه دى توانيدلى.