زما وطنه زما ځان وطنه
د ملالی ،ناهید، افغان وطنه
سرنه زلمي تیر شوي ستاپه خاطر
دخپلواکی دشهیدانو د ارمان وطنه
تابه ساتو دسترګو ،کسي، غوندې
دستربابا دمیراسونو احمدخان وطنه
دلته راغلي بیرته تللي د شرمونو سره
دمیرویس خان دفتوحاتوخوشال خان وطنه
ته دغازیانو او باتورو شهیدانو سوغات
دخپل واکی اتل غازي امان اله خان وطنه
دوخت په لوبه راګیر،یو،دوتو په اومید
دمیړنو شازلمو د اکبرخان وطنه
دپښتنو دفتحوننګ به درته سوبه راوړي
دلراوبر د پاچاخان او صمد خان وطنه