کور / تازه خبرونه / طالبانو د حامد کرزي لخوا د خبرو وړاندیز رد کړ

طالبانو د حامد کرزي لخوا د خبرو وړاندیز رد کړ

اسوشیټیډ پریس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکوي چی د طالبانو مشرتابه د حامد کرزي لخوا د خبرو اترو هغه وړاندیز چی په یکشنبه یې کړی و ، په کلکه رد کړ . مجاهد اسوشیټیډ پریس ته وویل چی تر څو په افغانستان کی بهرني پوځیان وی ، موږ د کابل سره هیڅ ډول خبری اتری نه کوو . ده وویل چی طالبان به د بهرنیو پوځونو او کابل پر ضد خپل جهاد ته ادامه ورکوی . ده زیاته کړه چی دا د کرزي لخوا د آینده کال د انتخاباتو لپاره یو سیاسی عمل دی چی رامخته کړی یې دﺉ . مجاهد زیاته کړه چی « کرزي ولی د سولی دا خبری اتری اووه کاله پخوا نه پیشنهاد کولې ؟ اوس د سولی لپاره د خبرو اترو غوښتنه بې ځایه ده . » بلخوا ، د طالبانو د عالی شورا مرستیال ملا برادر اخوند رویټر ته وویل چی « تر څو په افغانستان کی بهرني پوځیان موجود وی ، موږ خبرو اترو ته چمتو نه یو ځکه قدرت ټول د هغوی سره دی او خبری اتری ګټه نه لری . . . د افغانستان ستونزی خو د همدوی له لاسه دي . » ده د کرزي لخوا د ملا محمد عمر لپاره د یوې خوندی فضا د تأمینولو په ځواب کی وویل چی « موږ په افغانستان کی بیخی ژغورلي او خوندی یو او د ژغورنی لپاره د حامد کرزي کوم ضمانت ته احتیاج نه لرو . . . او زموږ جهاد به ادامه لری . »