کور / تازه خبرونه / د ناټو لپاره کاروان افغانستان ته ورسېد

د ناټو لپاره کاروان افغانستان ته ورسېد

بی بی سی خبر ورکوي چی د امریکا ، ناټو او ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان له لاری لومړنی کاروان پسله یوې اوونۍ تمښت څخه نن افغانستان ته ورسېد . په دې کاروان کی پوځی اکمالات ، تیل او غنم شامل دي چی ټوله ۱۶ ټرکونه او ټانکرونه وو . خبر وایی چی شپږ نور امنیتی موټرونه ورسره ملګري وو . دا کاروان په دوو وختونو کی روان سو یعنی نیم د سهار لخوا او نیم نور هم د ماپښین لخوا . لومړنی نیمایی د تورخم څخه افغانستان ته داخل سوی دی . په خیبر دره او دننه افغانستان کی سخت امنیتی تدابیر نیول سوي تر څو دا قطار ژغورنده تېر سی . تېره هفته په خیبر کی طالبانو ۱۲ موټرونه تښتولي وو چی په هغو کی زرهپوښونه او نور اکمالات او غنم شامل وو چی طالبانو وروسته غنم په نیمایی بیه د محل پر خلکو پلورلی وو .