کور / تازه خبرونه / كندهار: د كوچنيانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه

كندهار: د كوچنيانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه


د نومبر شلمه چي تر دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د ۱۹۵۹ كال راهيسي د كوچنيانو د نړيوالي ورځي په نوم هر كال لمانځل كېږي، د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په كندهار كي هم د شاندارو مراسمو په ترڅ كي ولمانځل سوه.
دغه غونډه چي د كندهار د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو مركز او د ځوانانو د فدراسيون په ابتكار د كندهار د زرغونې آنا له ليسه كي ولمانځل سوه، پكښي د مدني ټولنو استازو، دولتي چارواكو، د خيريه موسسو كاركوونكو او د ښوونځيو په سلګونو زده كوونكو ګډون كړى و.
د غونډي په ترڅ كي د بېلابېلو دولتي ادارو او موسساتو استازو د افغان كوچنيانو پر ستونزو او د دغي ورځي پر لمانځلو باندي رڼا واچوله، وروسته شپږو كلونو څخه تر ۱۶ كالو پوري تنكيو زلميانو د كراتې او جمناستيك نمايش وړاندي كړ، چي ورپسې د ښوونځيو د زدكوونكو ترمنځ ذهني سيالي، موسيقي او په پاى كي ټولو زدكوونكو ته تحفې وركړل سوې.