کور / سياسي / دمرګونو سوداګر پر طالبانو وسله پلورلې ده

دمرګونو سوداګر پر طالبانو وسله پلورلې ده

دڅېړونکيوپه انددشوروي پخوانى پوځي افسر ويکتور بوټ چې دمرګ په سوداګر شهرت لري،دروان زېږديز کال په لومړيو کې نوې وسله او دالوتکو ضد توغندي پر طالبانو پلورلي  دي  .


ويکتوربوټ دپخوانى شوروي پيلوټ اودنړۍ په کچه دوسلې لوى سوداګر چې ٤١ کاله عمرلري  دتاجکستان په پلازمېنه دو شنبه کې زېږدلى دى، دشوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته يې   انتونوف  او الوشن ډوله الوتکې تر لاسه کړې اود ټرانس اکسپورټ کارګو کمپنۍ اوGRU په نومونو هوايي کرښې يې جوړې کړې اوهمدا رنګه زيات شمېر وسلې يې  په القاعده او طالبانو وپلورلې.


نوموړى دروان زېږديز کال په مارچ مياشت کې په بنکاک کې دتايلندي پوليسو له لورې  دامريکا د FBI ادارې په قومانده ونيول شو او دهغه دوسيه امريکا ته وسپارل شوه چې  په نژدې راتلونکې  کې به  دهغه محاکمه دامريکا اوتايلند له لوري پيل شي.
دسيمې دچارو کارپوه وحيد مژده  وايي چې دطالبانو نوې وسله ، داسې وسله ده چې دجهاد په دوران کې نه وه ليدل شوې. لکه دسام اوه ډوله راکټونه، نوى بې پس لګد توپونه  او GC. ډوله وسله.


  دطالبانوديوه  لوړ پوړي چارواکي ملا برادر له قوله چې څو مياشتې وړاندې يې رسنيو ته ويلي  وو: (( ګاونډي هېوادونه پدې حد کې  ندي چې مو ږ ته وسله راکړي، ځکه هغوى خپله له کورنيوستونزوسره لاس اوګريوان دي،دا نا سمه ده چې ګاونډي هېوادونه  مونږ سره دوسلې مرسته کوي وسله يوازې دګاونديانو له جغرافيايي اقليم څخه مونږ ته را لېږدول کېږي، مونږ له اروپايي هېوادو سره ښې اړيکې ټينګې کړې دي.))
مژده پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان نه يوازې دا وسله، بلکې  هغه نوي چاودېدونکي مواد چې دهغوى په لاس ورکول کېږي ، په جدي بڼه دامريکايانو پر ضد کاروي،او هم دهغوى الوتکې تر بريد لاندې نيسي.
ديادونې وړه ده چې  پدې وروستيو کې  په افغانستان کې دبهرنيو الوتکو  دراغورځېدو څو پېښې هم ليدل شوې چې دمرګ دسوداګر لخوا دورکړل شويو وسلو په وسيله يې  دراغورځېدو  ګومان کېږي.


  دروان کال دوږي په ٢١ مه دلغمان په ولايت کې دمخالفينو قوماندان عمر خطاب وويل چې هغوى يوه الوتکه دقناس په نامه  ديوې نوې وسلې په وسيله چې دپيکا مرمۍ خوري ،دعليشنګ ولسوالۍ په نجيل کلا سيمه کې  را وغورځولې ده.
دلړم په پنځمه نېټه هم دميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې دايتلاف يوه چورلکه دالوتکې ضد وسلې په وسيله را وغورځول شوه.
همدارنګه دروان کال  دتلې په وروستيو کې  دبګرام په هوايي ډګر کې دايتلاف يوه لويه لوژيستيکي الوتکه په نښه او وسوځول شوه.



په ختيزو سيمو کې  دحزب اسلامي  افغانستان وياند وايي چې زمونږ سره  دجهاد له وخته  دانګرېزي ګلو5 او روسي RPG7 پاتې دي، او نوې وسله چې هغوى ته رسېدلې ده SPG9 وسله ده. 
محمدعارف سروري دملي امنيت پخوانى رييس او دپارلمان اوسنى غړى وايي چې  لدې هېڅو ک انکار نشي کولاى چې  دپخواني شوروي ترړنګېدو وروسته  دختيزې اروپا او دهېواد له پولو څخه بهر له نورو سيمو څخه ډېره وسله په افغانستان کې پر ښکېلو لوريو وپلورل شوه.آن  داستاد رباني پر دفاع وزارت هم .
دى وايي چې  اوسني وسلوال فعاليتونه ښکاروي چې يوه داسې سرچينه شته چې دغه وسله دطالبانو په واک کې ورکوي او دا هماغه دمرګ دسوداګر دوهمه درجه کسان دي.
هغه همدارنګه دتايلند او فلپين جنوبي جزايرو  (ابو  سياف) او اندونيزيا ته هم اشاره کوي.


ويکتور بوټ د ١٩٩٠  لسيزې  له لومړيو څخه  دنړۍ ټولو نښتو ته   له  افريقا نيولې تر مرکزي اسيا پورې،وسله برابروله.ګومان کېږي چې په مسکو کې دبهرنيو ژبو دزده کړې په نظامي موسسه کې تر زده کړو وروسته  هغه  دسره پوځ داستخباراتي  سرويسونو دمامور په توګه انګولا  ته ولېږل شو. ويکتور بوټ په اوو ژبو خبرې کولاى شي.


دشوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته ، بوټ وتوانېد چې له وسلو ډکو انبارونو، ناکاره الوتکو او له پوځ څخه ګوښه شويو پوځيانو څخه دځان په ګټه کارواخلي،هغه په جګړه کې  ښکېلو بې وزلو هېوادو ته دوسلې دلېږنې   لپاره ډېره موثره شبکه جوړه کړه، افغانستان او افريقا ته يې له کلاشينکوفونو،بازوکا او مهماتو ډکې الوتکې لېږلې.


يوه پوځي کارپوه چې دبوټ کړنې يې له نژدې څېړلې ، وويل چې هغه دنړۍ تر ټولو غوره لوژيستيکي شبکې درلودونکى دى . ويکتوربوټ  په ټوله نړۍ کې پنځوس الوتکې او بې شمېره اډې درلودې، دليبيريا دوسلې تر ټولو ستر برابروونکى و،  په زيير کې  موبوتوسسکو دبوټ په يوې الوتکې کې  وتېښتېد  .


دهېواد دکورنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال تورنجنرال هلال الدين هلال او دپارلمان اوسني غړي دلړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې متاسفانه افغانستان  دوسلې دمافيا،نشه يي توکيو او تروريستانو دفعاليت سيمه وه،دجګړې په موده کې  ټولې پولې خلاصې وې،غير مجازه سوداګري روانه او ګاونډي هېوادونه يې هم دزمېنې برابروونکي وو.
هغه زياته کړه چې په تېرووختونوکې شوروي او دهغې ترنړېدو وروسته  بېلابېلو استخباراتي اړيکو،دسيمې دجغرافيې په عمق کې نفوذکړى وو،دنړيوالې مافيا همکارۍ او زمينه سازۍ دمرګ دسوداګرو په څېر فعاليتونو ته زمينه برابره کړه،روسيې او دهغې سوداګرو دوسلې پر تجارت سربېره ، دالماسو ، قيمتي ډبرو او نشه يې توکيو سوداګري هم  درلوده.


ديادونې وړ ده چې ويکتور بوټ دتايلند دپوليسو او اف،بي ،آى  تر مينځ دهمغږو عملياتو په ترڅ کې چې ځانونه يې  دفارک دمليشو په جامه کې دوسلې داخيستو لپاره  پټ کړي وو، ونيول شو.
ويکتور بوټ چې دوسلې دقاچاق يو لوى سازمان  اداره کوي، پرڅو ترهګرو  ډلو   وسله او هوايي ضد توغندي پلورلي دي.
پدې ډلو کې القاعده، طالبان، حزب الله، دايران سپاه قُدس ،د افغانستان شمالي ټلواله ،دفلپين ابوسياف، دانګولا يونيتا ، دسراليون رف  ، دلايبريا چارلس تايلر او دکولمبيا فارک  ډلې شاملې دي.