سعودي پاچا: ملامحمدعمر ته سياسي پناه وركوم

34 | نوومبر 23rd, 2008



د المان د شپېګل مجلې تېره ورځ د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزيز له خولې خبر وركړ چي هيواد يې تيار دئ د طالبانو مشر ملامحمدعمر ته سياسي پناه وركړي.
پاچا عبدالله وايي كه ملامحمدعمر د سياسي پناه غوښتنه ځني وكړي دوى به لبيك ورته وواي.
په داسي حال كي چي د ملامحمدعمر نوم د امنيت شورا له خوا په تور ليست كي نيول سوى دئ سعودي لومړنى هيواد دئ چي ملامحمدعمر ته د سياسي پناه د وركولو ټټر ډبوي.
تېره اونۍ د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم په يوه خبري كنفرانس كي وويل چي كه ملامحمدعمر د سولي خبرو ته حاضر سي د سر ضمانت ب يې دى وكړي، خو طالبانو يې غوښتنه ونه منل.
د سعودي پاچا دې وړانديز ته لا طالبانو تر اوسه غبرګون نه دئ ښودلى.

Copyright Larawbar 2007-2024