ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا دې سپارښتنې ته ځانګړې کړې چې واشنګټن باید له ولس مشر کرزي سره شته ستونزې هوارې کړي.

په ورځپاڼه کې له ناټو نه د امریکا ددفاع د وزیر دا غوښتنه راغستل شوې چې په افغانستان کې دې خپله ستراتیژي بدله کړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې دا خبر هم ورکړې دې چې طالبانو ته له روسیې نه نوې وسلې راځي.

ورخپاڼه د خبر په دوام لیکي چې له طالبانو سره د وسلو د مشهور روسي سوداګر ویکتور بوت داسې وسلې موندل شوي چې تر دې مخکې په افغانستان کې نه وې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته په اوسنیو حالاتو کې ورپیښو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې یوازې له هغه دریځه ملاتړ کوي چې پر ملي ګټو ولاړ وي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې ځینو هغو کړیو ته ګوته نیولي چې د لیکوونکي په باور لا هم په پاټک او ټوپک ولاړ نظام خوبونه ګوري او د واک د ترلاسه کولو طرحې جوړوي.

په ورځپاڼه کې د بادغیس ولایت له مشرانو سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر هم خپور شوې او د ښاغلي کرزي په حواله لیکل شوي چې دینې عالمان او قومي مخور دې د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ یو غټ سرلیک د ناټو د اتو غړو هیوادونو د دفاع د وزیرانو دې پریکړې ته ځانګړې کړې چې ویلي له طالبانو سره دې خبرې وشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ملا محمد عمر ته د سیاسي پناه د ورکولو لپاره د سعودي عربستان په وړاندیز تبصره شوې خو لیکل شوي چې د سعودي باچا دې لومړې د اسامه ستونزه هواره کړي.

په ورځپاڼه کې د څرخي پله د زندان وروستۍ پیښې ته هم کتنه شوې چې او بندیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د بندیانو او چارواکو بیلابیل نظرونه خپاره شویدي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د څرخي پله په زندان کې د بندیانو او د زندان د ساتونکو ترمنځ راولاړې شوې ستونزې ته ځانګړې کړې خو لیکلي دي چې نه پوهیږي چې د بندیانو ومني او که د پولیسو.

په ورځپاڼه کې د امریکا د سي بي ایس ټلویزیوني شبکې د یو رپورټ په استناد لیکل شوي چې سږ کال په افغانستان کې د دولت د مخالفینو په حملو کې زیاتوالې راغلې.

ورځپاڼې په عینې حال کې د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر دا وینا هم راغستې چې د افغانستان له روان جنګ نه باید تجربه واخستلې شي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او بیلابیلې تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې بیا هم د سیاسي پخلاینې او تفاهم مسله راغستې خو لیکلي دي چې دا خبرې باید له چا سره وشي.

خو اصلاح بیا په کابل ښار کې د سوالګرۍ مسله راغستې او لیکلي دي چې دا په یوې حرفې بدل شوې دې.


د  پیمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې د پلاوې د سفر په اړه د ځینو کسانو نظرونه خپاره کړي او د هغوې په حواله يې لیکلي دي چې دوې په کومو حقایقو پسې ګرځي.

په ورخپاڼه کې د هرات ولایت د امنیتي وضع په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي چې په هرات کې بهرنۍ موسیسې ویریدلي دي.

دې ورځپاڼې هم له روسیې طالبانو ته د وسلو د ورکولو مسله راغستې او لیکلي دي چې د مرګ سوداګر طالبانو ته نوې وسلې ورکړې دي.


د راه نجات نا دولتي ورخباڼې هم په یو مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې خو د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په حواله يې لیکلي دي چې دا د افغانستان د روانې ستونزې د حل لاره نده.

په ورځپاڼه کې د نیوریارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد دا هم لیکل شویدي چې طالبانو ته یوازې په پوځي لاره ماتې ورکول ناممکنه دي.

په ورځپاڼه کې د ډیاګ پروګرام ته هم یوه کتنه شوې خو هغه يې د یو بام او دوه هوا سیاست بللې دې.
 

 

Copyright Larawbar 2007-2024