ايتلاف د اوولسو طالبانو د وژني دعوه كوي

34 | نوومبر 23rd, 2008



له كابل څخه د ايتلافي ځواكونو يوه خپره سوې خبرپاڼه د ۱۷ طالبانو د وژني ادعا كوي.
په خبر پاڼه كي راغلي چي دغه كسان يې د كندهار د شاولي كوټ په ولسوالي كي د هليكاپټرو په ذريعه وژلي دي.
د ايتلافي ځواكونو د دې ادعا په باب تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي، خو تېره مياشت په همدې سيمه كي پر يوه واده باندي د بمباريو له كبله د سلو په شاوخوا كي ولسي كسانو ته مرګ ژوبله ور اوښتې وه.


 

Copyright Larawbar 2007-2024