کور / تازه خبرونه / په کابل پوهنتون کې د يو محصل د تښتولو ناکامه هڅه وشوه

په کابل پوهنتون کې د يو محصل د تښتولو ناکامه هڅه وشوه

تېره شپه نامعلومو کسانو  په کابل پوهنتون کې د يو تن محصل د تښتولو هڅه وکړه خو په تښتولو يې  بريالي نه شول .

دکابل ښار د درېمې امنتي حوزې يو تن چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي  د لېندۍ په ٤ مه ،   وويل چې دغه پېښه تېر ماښام د کابل پوهنتون د ليليې ته نږدې رامنځته شوې .

هغه و ويل چې دوى ته د پېښې تر خبرېدو ورسته سيمې ته ورغلل او ويې ليدل چې د صفت الله ساپي په نوم د شرعياتو د پوهنځي د څلورم ټولګي يوتن محصل چې د تښتولو هڅه يې شوې وه .

سرچينې زياته کړه چې ساپى وروسته له هغه د امنيتي پوليسو لخوا روغتون ته رسول شوې چې په غاړه يې د ګټو نښې نښانې ليدل کېدې چې رښتيا هم د هغه د تښتولو هڅه شوې وه .

د درېمې حوزى چارواکي زياته کړه : ((  که څه هم ساپى په چا باندې دا  تور نه لګوي چې دا کار چا کړې ، خو داسې ښکاري چې دا  کار د کابل پوهنتون د لوحې په سرباندې رامنځته شوې شخړې پور تړاو ولري . ))

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رييس اسدالله ساپي  ته وويل چې دوى ته هم په دې اړه خبر ورکړل شوې خو په دې اړه کوم مشخص راپور نلري .

ساپي زياته کړه دوى هم په دې اړه امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړى تر څو قضيه وڅېړي .

د کابل پوهنتون د شرعيات پوهنځي د څلورم کال محصل صفت الله ساپى چې د تښتولو هڅه يې شوې وه  وويل چې دى له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري بلکى يو عام محصل دى او نه پوهېږي چې دا کار به چا کړى وي  .

ساپى زياته کړه : (( تېره شاوخوا ٧ بجې وې چې د ليلې د ودانۍ شاته ولاړم نو کله چې غوښتل مې چې بېرته راشم له شاخوانه دوه کسانو ونيولم او غوښتل يې چې ما د ونو منځته کش کړي خو زه ورڅخه په تېښته بريالى شوم .))

په کابل پوهنتون کې ديوشمېر محصلينو استازى خان اغا احمدزي چې د نورو محصلينو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې دا د هغو کسانو کار ده چې څو ورځې وړاندې يې غوښتل چې د کابل پوهنتون په دروازه باندې د دانشگاه لوحه پورته کړي او ديو شمېر محصلينو له کلک غبرږون سره مخ شول .

احمدزي زياته کړه : (( مونږ لوړو زده کړو وزارت او امنتي  چارواکو ته خبر ورکړى که چېرې پېښه ونه څېړل او عاملين يې ونه نيول شي ، نو موږ به په درسي اعتصاب او سوله ييزو لاريونو لاس پورې کړو .))

تبصره نسته

  1. All those criminals robbed the money of Nation, they have fight for power now, therefore the intrigues of languages and misusing the young students for it. If it continues such intrigue, then I am afraid, it will start the awful civil war in country in additional, all patriots are requested indeed not to support the intrigues of those robber, criminals and killer! Why it was such treachous action not taken, when criminal Rabani occupied the sit of president in the past and why it happens now? Why Mr. Patman advised the students to press the teacher at the university to teach the students in Pashtu, where is the so called made law of this government and parliament?

  2. یاره خو دی ماجرو ته سه ووایو؟؟؟