ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د دفاع د وزارت په نقل لیکلي دي چې د هیواد پر هوايې ځواک پنځه سووه میلیونه ډالره لګول کیږي.
ورځپاڼې په عینې حال کې د ایساف د ځواکونو د ویاند دا څرګندونې راغستې چې د افغانستان د ښه ادارې لپاره نورو نړیسوالو مرستو ته اړتیا ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د تنکیو ځوانانو د ملي لوبډلې په وروستیو بریاو تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانانو یو بل ویاړ هم خپل کړ.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي د دویم مرستیال په څرګندونو تبصره کړې چې پکې افغانانو ته د بیړنیو مرستو غوښتنه شوې ده.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې بارک اوباما افغانستان ته د مرستو د زیاتولو ډاډ ورکړې دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د افغانستان د مسلې حل پوځي اقدامات ندي.
ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي تر هغو چې د پاکستان قبایلي سیمې د طالبانو او القاعده لپاره یو خوندي ځاې وي افغانستان به هیڅ کله هم سوله ونګوري.
په ورځپاڼه کې د نیوریاک ټایمز ورځپاڼې د یو بل رپورټ په استناد لیکل شویدي چې پاکستان تجزیه کیږي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د ملي جبهې دا غوښتنه راغستې چې د هیواد د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات دې پخپل ټاکلي وخت ترسره شي.
په ورځپاڼه د ولس مشر کرزي د دویم مرستیال په حواله دا هم لیکل شویدي چې لوږه په افغانستان کې د شپږو میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړې دې.
په ورځپاڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د حقیقت موندنې پلاوې نه غوښتې دي چې پام دې وکړي چې افغانستان له لاسه وځي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د لویدیځ په فشارونو د اطلاعاتو او کلتور د وزیر انتقاد راغستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې بهرنیان غواړي د خپلې خوښې مطابق قوانین جوړ کړي.
په ورځپاڼه کې د انتخاباتو د ترسره کولو د نیټې په سر شتو اختلافاتو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې انتخابات به کله ترسره شي د غويي په میاشت کې او که په تلې میاشت کې.
دې ورخپاڼې هم د افغانستان د کرکټ د تنکیو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې وروستیو بریاو ته په اشارې لیکلي دي چې دا لوبډله د اسیا اتلولي ترلاسه کړه.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د امریکا په مرستو تبصره کړې خو لیکلي دي چې دوې باید پوه شي چې کومو مرستو ته لومړیتوب ورکړاې شي.
خو اصلا بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې ترورزم په افغانلانو تپل شوې پدیده ده.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د پاکستان د تجزیې مسله راغستې او پدې اړه يې د امریکايې ورځپاڼې رپورټ څیړلې دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ملي جبهې په حواله لیکلي دي چې دغه جبهه له مخالفینو سره د ملي ګټو پر بنسټ د خبرو غوښتونکې ده.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان د ملي اردو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې افغانان د خپلې اردو بیاوړتیا غواړي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې دا خبر ورکړې دې چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د میشتو ځواکونو د اکمالاتو لپاره د روسیې لاره پرانستل شوه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ډاکټر سپنتا په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي افغان دولت به د بهرنیو هیوادونو د نه پاملرنې په صورت کې شته ستونزې پخپله طریقه هوارې کړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د حج له فریضې نه د ځینو کسانو لخوا د انتخاباتي کمپاین لپاره کار اخستل کیږي.