کور / هراړخیز / نوې څیړنه : تود چای او د احساس ډیریدل

نوې څیړنه : تود چای او د احساس ډیریدل

۰۷ لړم ۱۳۸۷

نوې څیړنې ښي چې تود چای د ټولنې د وګړو پر وړاندې د انسان په احساس ډیریدو کې مرسته کوي .

څیړوونکي وایي : د چای یا تودې قهوې ، تود سوپ او یا په تودو اوبو لامبل د انسان د احساس په ډیریدو کې مثبته اغیزه لري .

له روسي ورځپاڼې «ايزوستيا» څخه په نقل قول ، پوهانو یو لړ ساده ازموینو ته په پاملرنې سره داموندلې ده چې د انسان د بدن تودوخه د هغه په احساساتو  باندې مثبته اغیزه شیندي . 

ددغه ریپوټ پر بنسټ څیړوونکو یوه داوطلبه ډله په دو نورو ډلو وویشله او یوې ډلې ته یې تود چای او بلې ته یې سړه قهوه ورکړه او بیا یې له هغو څخه وغوښتل چې د څو ناآشنا کسانو انځورونو ته وګوري او دهغوي پر وړاندې خپل نظر څرګند کړي .

دغې څیړنې وښوده هغو چې تود چای یې څښلی وه ډیر احساس یې څرګند کړی وه او دانځورونو پر وړاندې یې خپل نظر څرګند کړی وه په داسې حال کې چې د سړې قهوې ډلې ډیر سوړ غبرګون ښودلی وه .

د پوهانو په وینا دغه اطلاعات چې په تودوخه پورې اړه لري ټول د مغز په یوه برخه کې سره راټولیږي او په همدې دلیل د هغوی تر مینځ مستقیمه اړیکه شتون لري .