کور / نثر / مه هيره وه :

مه هيره وه :

۱-د فېشيني لباس خوښوونكيه – كفن مه هيره وه.
۲-په بنګلو او بلډنګونوزړه بايلونكيه -دقبركنده مه هيره .
۳-دښو خوړو خوړونكيه – دچينجيواوخزنده ګانو دخوراك لپاره خپله تابيامه هيره وه.
۴-ما ل دولت ته ددين اواخرت په دولت باندى ترجيح وركوونكيه-وروسته لوڅ لنډه غر ګورته تلل
 
مه هيره :
۱- خپل مرګ .
۲-خپل الله (ج) .
۳-پردى پور.
۴-خپله ژمنه
۵-دمور اوپلار لارښوونه .
۶- دژوند اساسي هدف .
۷-خپل خپلوان .
۸-حوصله .
۹-رحم .



ضرور وكړه :
۱-په هر حال كښې  تبليغ ،په ځوانى كښې  ډېر عبادت،دمور  اوپلار خدمت.
۲-دسترخوان پراخول ،صدقه اوخيرات،درښتني دوست لټون.
۳-دهر مشر ادب ،داخرت دلاسته راوړلو كوښښ .


نه چليږى :
۱-دناپوهانو په وړاندي دهوښيارانو دليل.
۲-دشتمنو په ناسته كښې  دبيوزلو اونېستمنو خبره .
۳-دخيالاتو په نړۍ كښې  دچاحكومت .
۴-دظالم په وړاندي دمظلوم برهان .
۵-دمرګ په وړاندي  دچا حكمت .
۶-دتقدير په وړاندي دچا تدبير .



دملګرى سره مرسته :
۱-چې ونه واىې  او وكړې  نو دا خوئ دشاه زلميانو دى .
۲-چې ووايې او نه كړې دا خوئ  دمنافقانو دى .
۳-چي ووايې اووكړى داخوي دسوداګرودى .
۴-چى نه وواىې اونه وكړې  داخوئ  دبې  همتانودى .
۵-چه لږ وكړي او ډېر احسان كوي دا خوئ  دبې شرفانو دى  .
۶-چى ډېر وكړي اوهېر كړي دا خوئ دعاقلانو او لوړ همتانو دى.


دناپوهى نښانه :
۱-دعبادت اوښېګڼى نه پرته په اخرت كښې  دثواب اوجنت اميد .
۲-پخپله بې وفاعادت او دبل څخه دوفا طمع .
۳-دبداخلاقۍ اوكنجوسۍ سره سره درښتني  دوست دپيداكيدو ارزو.
۴-په آرام اوناستي سره منزل ته رسيدل  .
۵-اولاد ته ديني  زدكړي نه وركول اد هغوئ  څخه دمنني  او اطاعت توقع.
۶-په رنځورتوب كښې  دبد پرهيزۍ سره سره درغيدو ډاډ.


مه ښكاره كوه :
۱-دچا عيب .
۲-دزړه درد .
۳-امانت خبره .
۴-پوره قدرت .
۵-دسفر لورى .
۶-خپله پانګه .
۷-ډيره اړتيا


ومنئ :
۱-دپند وينا كه څه هم ترخه وى .
۲-د ورور عذر كه زړه يى هم ونه مني .
۳-د ملګري  هديه كه څه هم نه وي  .
۴-د غريب بلنه كه زحمت هم وي .
۵-دمور او پلار امر كه دطبع  سره موافق هم نه وي .
۶-خپله اشتباه  كه سپكاوى هم وي .
۷-دنيكي  تور سري سره مينه كه بدرنګه هم وي  .


ازمايل كيږي :
۱- زورور دمقابلې په ډګر كښې .
۲-دخپلواكه فكر خاوند دكړاو او مصيبت په حالت كښې .
۳-اړمند د  بې وسۍ په حال كښې  .
۴-دښځي مينه دغربيۍ او نيستي  په مهال  .
۵-دصبر او زغم خاوند دقهر او غصې  په وخت كښې   .
۶-عزتمند دراكړي وركړى په وخت كښي .


ماتى ومنئ :
۱-دعلم او هنر په ډګر كښې داستادانو .
۲-دژبي په چلند كښي دښځي .
۳-نه لوړ ږغ په مهال دخره څخه .
۳-دمباحثې  په وخت د نا پوه څخه .
۴-په خوراك او څښاك كښې دملګري څخه .


دوستى مه كوئ :
۱-چل باز او مطلبي سره .
۲-دبدعمله او مكاره سره .
۳-ددوست د دښمن او ددښمن ددوست سره .
۴-دځان خوښونكي او كنجوس سره .
۵-دناروا ګواهي  وركونكي سره .
۶-دهغه چا سره چي مور او پلار ورڅخه منع كړي ىاست  .


مه بيانوه :
۱-دپلټني نه پرته كومه خبره .
۲-دځان غوښتونكي  په وړاندي خپل درد .
۳-دكينه كښ په وړاندي خپله شتمني .
۴-دبل په وړاندي دخپلي بي حيايي كيسي .
۵-د بې  وزل ه په وړاندي دهغه بې وسي .
۶-دمير مني په وړاندي دبلي تور سري ستاينه .
۷-پخپله ژبه خپلي ښيګڼي .


مه زياتوه :
۱-خبره .
۲-پور.
۳-دعيش او عشرت سامانونه .
۴-دبدعملۍپيټى .
۵-ګاونډي سره دوښمني .
۶-عايداتو څخه زيات لګښتونه .


ليري اوسئ :
۱-دبد اخلاقه دمحبت څخه .
۲-بدمعامله دعزت څخه .
۳- بې اولاده دخوښۍ څخه .
۴-غصه لرونكي د ډاډڅخه .
۵-كنجوس درښتني ملګري څخه .
۶-ارام خوښونكي دپرمختيا څخه .


مه وهه :
۱-دمور زړه  .
۲-دهيچا زړه  .
۳-ما شوم په سر او مخ .
۴-دبل چا كوچينان .
۵-دګاونډى ځنا ور


مه كوه :
۱-بې ازمويني په بل چا تكيه .
۲-بې  مشورې كوم كار.
۳-په بل چا ظلم .
۴-دحق وينا څخه ډډه .
۵-په بل چا ګوت نيونه .
۶-دخپلوانو څخه ګوښه توب .
۷-داړمند خپل نا هيلي