په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان د ټولنې اعلاميه

34 | نوومبر 24th, 2008



که ناست يې را ولاړ شه          که ولاړ يې را روان شه
د هېواد ټولو چارواکو، د لمړنيؤ، منځنيؤ او لوړو زده کړو ښاغلو او اغلو ښوونکو،زده کوونکو او ټول لر او بر افغان ملت نه اړينه غوښتنه٠
د ګران هېواد،افغانستان د لوړو ګټو،ملي يؤوالي،ملي هويت،کلتور او فرهنګي ارزښتونو ته په پام کې نيولو سره له تاسې ټولو څخه په ډېر درنښت هيله او غوښتنه کوي چې د هېواد د اساسي قانون د اساساتو په بنسټ،د جرئت ،قابېليت او مړانې نه کار واخلۍ او د خپلې موره نۍ ژبې او د ټول افغان ملت د قاطع اکثرېت د ژبې کلتور او فرهنګ څخه په ټينګ عزم دفاع ،ملاتړ او د ژوندانه په ټولو برخو کې پرې خبرې، ليکنې ښوونې،زده کړې او چلند وکړۍ٠
او نور پرېنږدۍ چې د پردو او ګاونډويانو مزدوران،ستاسې په ملي مصلحتونو،ژبنېؤ ،کلتوري او فرهنګي ارزښتنو باندې تېرۍ وکړي او ملي وحدت مو زيانمن کړي٠
زمونږ په اند د هېواد اوسنېؤ حالاتو ته په نظر کې لرولو سره دا د ملي وحدت ،ملي هويئت اوصلحې په راوړلو کې يوۀ د ارزښت لرونکو او اړينو مسئلو څخه شمېرل کيږي چې ېو ځل بيا د لر او بر افغان ملت جدي پاملرنه ورته راګرځؤ٠ 
که ېؤ کېږۍ پاتې کېږۍ           که نه لر او بر ورکېږۍ


تل د وي افغانستان                ژوندی د وي افغان ملت
د لوی افغان ټولنه د ٢٠٠٨ کال د نوامبر د مياشتې ٢٣مه

Copyright Larawbar 2007-2024