دفاع وزارت : نهه تنه وسله وال کسان نيول سوي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008


د دفاع وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل شوي چي د ملي اردو سرتيرو په هلمند کي نهه تنه وسله وال شکمن کسان نيولي دي ، ددفاع وزارت له خوا په خپاره سوي خبر کي ويل شوي دي چي ښايي دا نهه کساه طالب وسله وال وي ، په هلمند کي د لراوبر ويبپاڼي خبريال وايي چي يوازي طالبان نه د ي چي وسلې له ځانه سره ګرځوي ، بلکي دلته داسي کسان هم سته چي  د ځان د ساتني لپاره له ځانونو سره وسلې ګرځوي او يا هم يو شمېر هغه بې زورګااره ځوانان وسلې لري کوم چي د کار نه موندلو له امله د وسلې په زور پيسې پيدا کو ي او خپلي کورنۍ چلوي .

Copyright Larawbar 2007-2024