د ټرانسپورت وزير د ټولټاکنو د کمپاين ښکار شو

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008


څه موده وړاندې مو دولسمشر لخوا دخپلې چوکۍ څخه دټرانسپورت دپخواني دوزير حميد الله قادري درخصت کيدواولويې څارنوالۍ ته دتحقيق اوپلټنو لپاره دهغه دمعرفي کيدو او له هيواد څخه دهغه دوتلو په منع کيدو دبنديز خبرخپورشو .

داخبر ډير په بيړه خپورشو ، د وزيرانو په شوراکې ناست ددوشنبې دورځې وزيران له خپلې غونډې نه لا راوتلي نه وو، چې دولسمشر دوياند لخوا رسنيو ته خبرپانې وليږل شوې اودياد شوي وزير دګوښه کيدو څخه خبر ورکړل شو .

په خپره شوې خبرپاڼه کې دقادري دمنفکۍ لامل هم  حج ته دتلونکيو افغانانو دليږدځنډ ښودل شوى و، ولسمشر په دې تصميم ظاهراً دډيرو هيوادوالو زړونه او ملاتړ ترلاسه کړ خو ناشونې  به وي چې منفک شوى وزير دې ترمحکمې پورې راورسيږي او کېداي شي دوسيه يې دنور وزيرانو په څېر دڅارنوالۍ اومحکمې ترمنځ پرهغه غځيدلې اوږده لاره  ورکه شي کومې چې  دنورووزيرانو په همدې لاره تللې اوتري تم شوې  .

داځکه چې دولسمشر دهمدې کابينې ځو تنه غړي په ورته پېښو کې پړه بلل شوي  د ځېنو وزيرانو په اړه خو يې يوشمېر دولتي ادارمطبوعاتو ته داسې معلومات هم ورکړي چې يو شمېر وزيران په کې په مليونو نو افغانيو درغليوکې ککړ ښودل شوي ،خو هغه و زيران تراوسه سرې سترګې ګرځي اونه خو څارنوالۍ ته ليږل شوي اونه ترې پوښتنه ګرويږنه شوې او تر اوسه سرې سترګې ګرځي .

د سياسي چارو شننونکي د ولسمشر لخوا دټرانسپورت دوزير ګوښه کېدل راتلونکو ټاکنوکې دخلکو دملاتړ دترلاسه کول ښودل شوي، اوهمدا رنګه په هيواد کې دروان ناورين دپاي ته رسيدو په موخه اوپه راتلونکو ټاکنو کې دخلکودزيات ملاتړ دترلاسه کولو په موخه دولسمشر لخوا وروستي حرکتونو چې دوسلوالو مخالفينو سره يې دخبرواتروپه اړه يې پيل کړي  همدې ټاکنو ته دکمپاين په شان تړلې موخې  بولي .

دشننونکوپه اند تېرو د تېرو  اوو کلونو پر مهال په افغانستان کې دجګړې دپاي ته رسيدو په موخه په عملي توګه هېڅ نه دي شوې ،  يواځې دخلکودفکرونويوه اوبل لوري ته داړولو را اړولو  په موخه لږ حرکتونه کيږي،  خو هيڅکله له مخالفينو سره دسولې پروسې نتيجه   نه ده ورکړې ، يوځل دحکومت ديوې ډلې يعني پخواني لومړى وزير انجينر ګلبدين حکمتيارپورې دتړلوکسانو سره دخبرو اترو اوازې خپرې شي اوبيا دطالبانوسره دخبرواترو، خو چې خبره په افغانستان کې دميشتو بهرنيانو ترغوږو ورسيږي بيرته خبره چوپه شي .

 څوځله دبهرنيانو لخوا ويل شوي چې انجينر ګلبدين حکمتيار اودطالبانو مشر دسولې په پروګرام کې نه شي راتلاي اوله هغوي نه ټيټ پوري چارواکي کولاي شي چې دسولې له بهير سره يوځاي شي .

همدغه امريکايان په دغه مشرانويواوبل شان نومونه ږدي اووايې هغوي بايد په قدرت کې شريک نه شي .

دولسمشر داخبرې چې وايې  مخالفين دې سولې ته راشي زه يې ضمانت کوم اويايې د سرساتنه کوم دا د خوشحالۍ خبرې دي خو په اصل کې دابايد وويل چې دادولسمشر خبره ده که د لوى لا لا (  بوش)   ده ،  ځکه داخبره خوڅوځله دولسمشر لخوا وشوه ولي هيڅ پرمختګ په کې نه راځي .

د سولې خبرې خو کيږي ټول پرې ښه خوښيږو ولې که  ښه ځيرشو او  د هيواد حالت ته وګورو نو وينو چې دهيواد په هره سيمه کې مو جګړه روانه ده په هرکور کې مو وير دي ،پر بيګناه خلکو مو بمونه راغورځول کيږي د ملي اردو اوملي پوليسو په کتارونو باندې بمونه راغورځيږي ودونو او د هديرو پر سر خو بمونه پرېږده چې راپرېوتل او په لسګونو بيګناه افغانان يې د ژوند له نعمت څخه بې برخې کړه ، دوى خو لومړى د بې ګناه خلکو وژنه نه مني، خو که چېرې د نړيوالو د فشار له امله ويې مني خو خبره يواځې په معذرت غوښتو ختمه کړي .، دا څرنګه سوله ده د سولې د کميسيون  هڅې چې يو وخت به يې ډله ډله ځوانان کابل ته راوستل او ويل به يې چې په لسګونو تنه وسلوال مخالفين مو سولې ته دعوت کړى دى خونه پوهيږي که ددوي خبرې ومنو خو بايد سوله ټينګه شوې واى ولې ورځ  په  ورځ سوله خرابيږي اوځاى يې جګړې نيسي .

د ولسمشر لخواکه چيرې په دې تېرو کلونو کې دا ډول د فساد پر وړاندې چټک ګامونه اخيستل شوي واى له يوې خوا به په ټولنه کې دفساد مخنيوى شوى واى اوله بل لوري به يې د خلکو ملاتړ هم ترلاسه کړى واى .

خو کاشکي هغه ټول وزيران چې دځمکو پرغصبولو ددولتي شتمنيو په حيف او ميل کولو اونورو غلاوو کې پړه بلل شوي دهغوي څخه هم پوښتنې ګروېږنې شوې واى .

د وزيرانو د شتمنيو د ثبتولو په نوم څوکاله وړاندې رسنيو ته معلومات ورکړل شول ولې په رښتينې توګه   د ګوتو په شمېر وزيرانو خپله نيمه نيمګړې شتمني ثبت کړه ولې په ټولو وزيرانو يې دغه لړۍ پلې نه شواي کړاي .

خو هيله موداده که چيرې اوس هم ولسمشر په افغانستان کې دټيکاو درا وستلولپاره رښتينى هوډ لري نوپه رښتني توګه دخبرې پيل اوترټولو لومړيتوب دې همدې دسولې بهير ته ورکړي .

او کوښښ وکړي ترڅودستونزو اصلي عامل پيدا اوپه اړه يې ټولو ډلو اومشرانو ته قناعت ورکړي  د ټوپک په زور که چيرې کيداي شواي په دې اوو کلونو کې خوبه اوس سوله ټينګه شوې واي اود  د حکومت حاکميت خو به له کابل  اود ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو ته غځيدلى واى ، خو  ليدل کيږي چې ورځ په ورځ دامنيت په برخه کې ستونزې زياتيږي دمخالفينو بريدونه زياتيږي، دولتي حاکميت لمن ورځ تربلې ورځي مخ په ټوليدو ده بل آخره که مخالفتونوته دپاي ټکۍ کښي نښودل شي نو داټول پرمختګونه به مو په سيند کې لاهو وي .

که چېرې د ستونزې    اساسي حل کول غواړي نوترټولو غوره لار همدا دمرورو کسانو په رښتيني توګه پخلا کول دي ، بايد  د طالبانو او حزب اسلامي دمشرتابه سره د خبرو مېز ته سره کښيني ، خو په دې برخه کې  چارواکي د جنرال دوستم پرهغه جنايت باندې اېرې اچولى شي چې  په رڼاورځ دکابل په ديپلوماتيکه سيمه کې ديوبل انسان داخوبه پريږدو چې دترتکتبارانودشورا درييس په توګه يې يادکړو دافغانستان دنافذه قوانينو له مخې يې که ديوانسان په توګه ياد کړو چې په قوانينو کې ټولو ته مساوي حقونه ورکړل شوي اوهيڅوک حق نه لري چې ديوچا پرحريم باندي يرغل وکړي .

دغه جناب (دوستم) خو يواځې  دهغه پر کو ريرغل نه و کړى   بلکې هغه يې وهلى ډبلوى او سپکاروى يې هم کړى و . نور چې دپردې ترشاه دي هغه خو څه کوي ، دهغه دواړو ترمنځ کړکيچ دې پاي ته ورساه او  صبغت الله مجددي ته دې امر وکړ چې دواړه سره پخلا کړي خو دا اصلي ستونزه چې بايد په اړه يې غور وکړې له پامه دې غورځولې ده اودا دحاجيانو دستونزې پر سر دټرانسپورت دوزير ګوښه کول او ياڅارنوالۍ ته معرفي کول ،  دومره مهمه خبره نه ده، فکر کوم اصلي خبره داده چې مخالفينو سره  د خبرو اترو له لارې دې ټولې ستونزې اوارې  شي که داسې يوه ورځ ووينو چې په هيواد کې دروان تاوتريخوال دپاي ته رسولو په خاطر موټول مشران چې ديولړ ستونزو له کبله په يوه اوبل لور کې په مخالفت بوخت دي سره پخلا شي نو پرما به ترټولواخترونوڅخه لوي اختر هماغه ورځ وي .

Ibrahimi.jornalist@gmail.com
٠٧٩٩٠٢٤٩٧٢ ( ٠٠٩٣)

Copyright Larawbar 2007-2024