د هندوستان د سپټمبر یوولسمه !

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2008


رویټر او بی بی سی د بمبی څخه په خپلو تازه راپورونو کی وایی چی هلته د وسلوالو حمله کونکو او پولیسو او کوماندوګانو په جنګ کی د وژل سوو کسانو شمېر ۱۰۲ ته ورسېد او ۲۹۵ هم زخمیان دي خو د سطحی زخمیانو تعداد ۱۰۰۰ نفرو ته رسیږی . ویل کیږی چی په وژل سوو کی شپږ خارجیان هم دي خو تابعیت یې نه دﺉ واضح کړه سوی . پولیس وایی چی دا حمله کونکي په کښتۍ کی د بحر له لاری بمبی ته را ننوتلي وو چی هر ډول وسلې ورسره دي . هغوی وروسته یو بل هوټل هم ونیو چی آبیروی هوټل نومیږی او هلته یې هم ګڼ کسان یرغمل کړل . حمله کونکو اوس په آبیروی او تاج محل هوټلونو او یو روغتون کی ګڼ شمېر خلک یرغمل کړی دي چی په هغوی کی غربیان او اسرایلیان هم شامل دي . پولیس وایی چی دوی نهه حمله کونکي وژلی او پنځه یې هم نیولي دي خو ویې نه ویل چی څنګه یې وژلی او نیولی دي ځکه دوی تر اوسه دننه نه دي ور رسېدلي . هندی مطبوعات وایی چی دا د هندوستان د سپټمبر د یوولسمی حمله ده . د ډیلی څخه سریع الحرکه کوماندوګان ور رسېدلی او سنګرونه یې نیولی دي او اعلان یې وکړ چی دا ماجرا به ډېر ژر ختمه کړو خو نور تفصیل یې ور نه کړ چی څنګه . د هند یو ټلویزیونی چینل ( سټار ټی وی ) وایی چی حمله کونکو له دننه ږغ کړی چی قیدی مجاهدین خوشی کړی تر څو موږ هم یرغمل آزاد کړو که نه زموږ سره به دوی هم له منځه ځی . څیړونکی وایی چی پنځه کاله پخوا د هند پر پارلمان د حملې په نتیجه کی څو کسان نیول سوي وو چی د هغوی پر مشر ( افضل ګرو ) باندی د اعدام حکم راوتلی او دغه حمله کونکي د هغوی او نورو مبارزینو آزادی غواړی . هندیان وایی چی موږ هیڅکله دغسی منظمه ، ناببره او چټکه حمله نه وه لیدلې . تر اوسه دا معلومه نه ده چی حمله کونکي څوک او د کوم ځای او څو نفره دي . د نړۍ مشرانو لکه د امریکا ، برتانیې ، اسټرالیا ، روسیې او هم د ملګرو ملتونو سرمنشی او نورو دا حملې غندلي او هغه یې تروریسټی او نامردانه عمل بللی دی . دې پیښی د هند تجارتی مرکز د سخت مشکل سره مخامخ کړی چی هیڅ سارﺉ نه لری .

Copyright Larawbar 2007-2024