بمبئ:دوه هوټل لا دیرغمل نیونکو په ولکه کې دي
16
دهند مشور تلوزیون ( انډیا) همدا اوس خبر ورکوي چې دبمبی ښار په تاج هوټل کې څه باندی ۵۰ تنه دیرغمل نیوکو په ولکه کې ، تلوزیون دیوه تن یرغمل نیونکی سره خبری وکړی او دهغه څخه یې ددې کار دموخی پوښتنه وکړه نوموړد چې خپل نوم شاهد الله اخست وویل چې دوی دا کارپه هندوستان کې دمسلمانانو په وړاندی دظلم دختمولو او دټولو هغو بندیانودخوشی کول لپاره تر سره کړی چې همدا اوس دترهګرو په نامه په زندانونو کې بندی دي ، هندې چارواکې وایې چې دا تر اوسه په هندوستان کې په خپله بڼه تر ټولو لوی برید دې چې تر سره کیږی ، یاده دې وی چې دتیری شپی را په دې خوا اوو تنو دبمبی دوه هوټلونه یر غمل کړی ، اودا په داسی حال کی ده چې دهوټل لاندی زرګونه تنه کمانډو او پولیس راټول شوی خو کوم اقدام یې لا دیرغمل شوی کسانو دراخوشی کولو لپاره نه ده تر سره کړي
دیادې پیښي نور جزئیات او پرمختګونه به ټوله ورځ په لروبر خپریږی