کور / تازه خبرونه / په پکتيا کې يو ملکي کس وژل شوی اوبل ټپي شويدی

په پکتيا کې يو ملکي کس وژل شوی اوبل ټپي شويدی


     د جمعې په ورځ د ماښام نا وخت دخوست ولايت مرکز د سيګې په سيمه کې د يولاسي بم د چاوديدو له امله دوه کسان وژل شويدي 
   
د شنبې په ورځ د ملي اوردو سرتيرو د تلاشي پر مهال يوتن ملکي وګړي په ډزو  وژلی اوبل يي ټپي کړي دې
 دپکتيا ولايت د اطلاعاتو اوکلتور ريس دين محـمددرويش وويل يادشوي کسان چي پر موټرسيکل سپاره وو دملي اردو ځواکونو لخوا ورته د ودريدو امر وشو دا چې نوموړي کسان سمدلاسه وندريدل دسرتيرو لخوا ورباندي ډزې وشوي چې په ترڅ کې يو تن مړ اوبل ټپي شو
  درويش زياتوي ټپي شوی کس اوس په روغتون کې دي چي روغتيايي حالت يي د ډاډ وړدی
  همداشان د يوبل خبر له مخې د پکتيا ولايت د احمداباد په ولسوالي کې د ايساف ځواکونو يو عسکر ټپي شويدي
 ويل کيږي چې نوموړی عسکر هغه مهال ټپي شو چي په ياده سيمه کې يي د يو ځای پر ځای شوي د وسايطو ضد ماين د شنډيدو هڅه کوله .
   په سيمه کې يو شمېر کسان وايي که افغان دولت او ايساف ځواکونه د عملياتو او تلاشيو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته پام ونکړي نود دولت او ولس ترمنځ فاصله رامنځ ته شي