کور / تازه خبرونه / ممبۍ کې لا تر اوسه چاودنې روانې دي،د مړو شمېر تر سلو زیات شو

ممبۍ کې لا تر اوسه چاودنې روانې دي،د مړو شمېر تر سلو زیات شو


د ممبۍ په دووهوټلونو کې د ډزواوبمي چاودنو په نتجه کې د مړو شمیر ۱۰۱ او د ټپیانوشمېر۹۰۰ته رسیدلی دی . ددې سربیره په لسګونو خلق ترهګرو یرغمال نیولي دي .تاج او او اوبرا هوټلونو په ودانیو کې اوس هم وخت په وخت د چاودنو اوازونه اوریدل کیږي. د پولیسو او فوج په جوابي کاروایې کې پنځه ترهګر وژل شوي او نهه ژوندي نیول شوي دي.د هندي مطبوعاتو له مخې د تاج هوټل په اووم منزل کې ترهګر موجود دي. د ډزو دا پېښې بیګا شپه د ریل ګاډي د سټېشن نه شورو شوې .اوس د ممبۍ د ښار کنټرول د هندي فوځیانو په واک کې دی. د هند لومړي وزیر په تیلې ویژن اولس ته وینا وکړه او د پولیسو او فوځیانو نرۍ او بهادرۍ ته یې نېکې پېرزونې وړاندې کړې .
ممبۍ ښار کې تر اوسه د پولسو او فوځیانو په ګډو عملیاتو کې نهه شکمن کسان نیول شوي دي.د فوځی عملیاتو وروسته د تاج هوټل څخه تر ۱۰۰ زیات یرغمالیان ازاد کړې شوې دي خو بیا هم په دواړو هوټلونو په احاطه کې ډزې اوریدل کیږي.