القاعده : د امریکا د مالی بحران علت د عراق-افغان جنګ دﺉ
رویټر خبر ورکوي چی د القاعده دوهم نمبر مشر ایمان الظواهری نن په خپله هغه نوې ویډیویی فیته کی چی خپره سوه ویلی چی د امریکا روان مالی بحران ټوله د عراق او افغانستان د جنګونو له لاسه دﺉ او دا هغه قیمت دی چی امریکایی مالیه ورکونکي یې ادا کوی . ده وویل چی دا بحران به تر هغو دوام کوی څو چی امریکایی احمقانه تګلارې د مسلمانانو د وینو د بهولو څخه لاس نه وی اخیستی . ده وویل چی اصلی بوج د ټکس ورکونکو پر اوږو دﺉ او د دوی په روپیو دغه غولونکی پانګوال سیسټم چی پر سود تکیه دﺉ د نړېدو څخه ژغورل کیږی . د ده څخه پوښتنه وسوه ( البته پوښتونکی په کېمره کی نه معلومیږی ) چی آیا امریکا به دا بحران حل کړای سی ؟ ده ورته وویل چی دوی به هغه مهال وکولای سی چی خپل دا ستر زیانونه یو څه لږ کړی چی د مسلمانانو پر ضد په جنګونو کی خپلی سرمایې په وینو و نه لړي . الظواهری وویل چی په قبایلی سیمو کی به امریکا افغانستان ته د هر څومره ډېرو پوځیانو د لېږلو سره سره کامیاب نه سی . ده بوش ته داسی چلنج ورکړ : « زه چلنج درکوم چی که ته په رښتیا هم سړی یې ، نو خپل ټول امریکایی پوځ دې پاکستان او قبایلی سیمو ته ولېږه ، هغوی به ضرور د دوږخ په لمبو کی وسوځی . » ده د طالبانو سره د کابل او واشنګټن لخوا د خبرو اترو په هکله وویل چی « دا د صلیبیانو د ماتی یو ثبوت دﺉ چی اوس خبرو اترو ته ځانونه تیاروی . » الظواهری په دغه ۸۰ دقیقه ییزه ویډیو فیته کی د نړیوالو ، اسلامی مسایلو او د فلسطین ، افغانستان او قبایلی سیمو د ستونځو په هکله خبری کړی دي .