پاکستان پر هند او افغانستان تورونه ولګول
د پاکستان ډېلی ټایمز ورځپاڼی د پاکستانی استخباراتی منابعو له قوله نن ولیکل چی د هغه کومک زیاته برخه چی هند یې کابل ته ورکوی ، پاکستان ضد فعالینو ته ځی . دغه منبع ادعا وکړه چی پیسې او عصری وسلې د افغانستان څخه د بلوچستان د چمن ، پښین او قلعه عبدالله له لاری کراچی ته لېږل کیږی او مشري یې د بلوڅانو آزادی غوښتونکی ځواک کوی چی غواړی آزاد بلوچستان جوړ کړی او هم په کراچی کی ښورښ منځته راوړی . منبع وویل چی امنیتی ځواکونو په تېرو څو ورځو کی ۷۲۶ راکټونه او نوری عصری وسلې نیولي او تورن کسان به ژر رسوا او محاکمه سی . دغه منبع زیاته کړه چی د افغانستان څخه ۳۳۴ لاری پاکستان ته ننوزی او هم د هغه ۱۲۵ ملیونه ډالره مرستی زیاته برخه چی هند په دې وروستیو کی کابل ته ورکړې وه ، په بلوچستان کی د پاکستان پر ضد استعمالیږی. منبع زیاته کړه چی د پاکستان تجارتی او مالی مرکز کراچی هم د هغوی یو لوی هدف دﺉ . پاکستانی سناتور طلحه محمود پر امریکا ، هند او افغانستان باندی سخت انتقاد وکړ چی غواړی په ګډه پاکستان تجزیه کړی . خو څیړونکي باور لری چی واشنګټن د تیرو ۷ کالو راهیسی صرف خپلو ګټو ته کتلی که هغه د کابل یا اسلام آباد په هرڅومره زیان هم وی اهمیت نه ورکوی .