کور / تازه خبرونه / ممبئ:دتاج محل روانه جگړي پاى وموند

ممبئ:دتاج محل روانه جگړي پاى وموند

همدا اوس هندئ رسنۍ خبر وركوي چې دممبئ ښار دتاج محل او اوبرائي هوټلونوكلابندي چې دتيرو دريو ورځو راهسي روانه وه پاى ته ورسيده ،هندي چارواكي وايي چې دنن سهار په عملياتو كې چې دهندځانگړو كمانډو تر سره كړل دوه تنه جنگيالي ووژل شول او دهمدي سره رواني جگړي هم پاى وموند، په دې دري ورځنۍ جگړه كې ۱۷۰ تنه وژل شوي او تر۳۰۰ ډير ژوبل دي ، كه څه هم  ياد بريد پړه دهند د دكن مجاهدينو په غاړه اخستي خو هندي چارواكي وايې چې په دې پيښه كې دهيواده بهر لاس دي ، ياده دې وي چې دا پيښه دهند په تاريخ كې بيساري وه او هندوانو دا پيښه دامريكا ديولسم سپټمبر پيښي ته ورته بللي     ،