د بېوزلۍ په له منځه وړلو كې د رسنيو ونډه (صالح محمد صالح )
د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۹۳م كال د يونيسكو د شپږويشتم عمومي كنفرانس په غوښتنه د هر كال د مې د مياشتې درېيمه د (مطبوعاتو نړيوالې ورځې) په نامه ونوموله، چې دا ورځ د مطبوعاتو د بنيادي اصولو د درناوي په موخه وټاكل شوه، چې د وينا ازادۍ د ارزونې پايله ټولې نړۍ ته څرګنده او له رسنيو څخه د حملو په وړاندې د دفاع لپاره كار واخيستل شي، چې ځينو خبريالانو د حقايقو د خپراوي پر لار وژل شوي هم دي، يا هم د خپلې دندې له كبله زندانونو ته اچول شوي دي، بايد د دوى قدردانى او مننه هم وشي.
په نړۍ كې زيات پرمختللي هېوادونه له دې پلمې څخه استفاده كوي، چې د نړۍ په هره برخه كې د رسنيو له ازادۍ څخه سرغړونې د نورو تر غوږونو ورسوي او مشخصې يې كړي:
په يوه هېواد كې كتاب سانسورېږي يا جريمه كېږي، بل ځاى خبريالان يا هم د ځينو خپرونو چلوونكي تر فشار لاندې نيول كېږي، يا هم په ډېر ډراماتيک ډول وژل کېږي.
نن د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې د حكومتونو او دولتونو دنده هم يادېږي، چې په خبريالانو كې هم د خبريالۍ د وروستيو هنرونو او لاسته راوړنو، دغه راز د خبريالۍ د اخلاقو د رعايتونو يادونه كېږي، له ۱۹۹۷م كال راهيسې په دې نامه د ګېلرموكانو جايزه هم ځينو خبريالانو ته وركول كېږي.
د روان ميلادي كال ګټونكى:
د ۲۰۰۶م كال د ګيلرموكانو د جايزې ګټونكى، د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت، لبناني خبريال (مى شيدياك) ته وركړل شوه، چې د يوه منل شوې ټلويزيوني چينل چلوونكى و. په لبنان كې د دې ټلويزيون(ال، بي، سي) سهار نو نېكمرغه يا (نهركم سعيد) خپرونې ډېر مينه وال ځان ته رامات كړل، چلوونكى يې د ۲۰۰۵م كال د سپټمبر پر ۲۵مه تر يوه تروريستي بريد لاندې راغى، چې خپله يوه پښه او يو لاس يې له لاسه وركړل. نوموړى په لبنان كې د بيان د ازادۍ يوه بېلگه ګڼل كېږي، پر ده بريد د النهر ورځپاڼې د يوه كاركوونكي سمير كثير ترور ته ورته پېښه وه، چې نوموړى د ۲۰۰۵م كال په ډسمبر كې تر يوې تروريستي حملې لاندې راغى.
د گيلرموكانو جايزه، چې د كولمبيايي خبريال په وياړ، په همدې نامه نومول شوې، په بوګوتا كې د هغه د ورځپاڼې ددفتر مخې ته د ۱۹۸۶م كال د ډسبر پر ۱۷مه د ځينو ناپېژندويه كسانو له خوا ورباندې ډزې وشوې، چې دغه خبريال د حقايقو د موندلو او د نشه يي توكو د قاچاق په باب د خبر د خپراوي په برخه كې ووژل شو.
خو په ۲۰۰۵م كال كې د دې جايزې ګټونكى د فانفنګ دوشي بائو، ورځپاڼې پخوانى چلوونكى (چنګ ييژونګ) و.
د سږكال اصلي بهير:
د مطبوعاتو د خپلواکۍ تر ټولو مهمه ورځ د ٢٠٠٧م کال په بهير کې د رسنيو د خپلواکۍ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو ترمنځ نژدې اړيکې دي، چې په دې برخه کې د پرمختګ لپاره په ٢٠٠٠م کال يو تړون هم لاسليک شو. دولتي او نادولتي ټولنو په بېسارې بڼه ټينګار وکړ، چې رسنۍ کولاى شي وضعه سمه او د بېوزلو خلکو لپاره د ښه عايد زمينه برابره شي. له دې کبله د رسنيو د نړيوالې ورځې د لمانځلو لپاره يوه ورځ ځانګړې شوې ده (رسنۍ او د بېوزلۍ له منځه وړل) په دې کنفرانس کې بېلابېلې ليکنې لوستل کېږي، چې ټينګار کوي، خلک دې په خپلواک ډول له رسنيو معلومات ترلساه کړي، بېوزلي دې له منځه يووړل شي او د خوارو خلکو لوري ته پام واړول شي.
د سريلانکا د مطبوعاتو وزارت د دې هېواد د دولت له لوري په دې موظف شو، چې د ملګرو ملتونو د کلتوري، پوهنيز او ښوونيز سازمان (يونيسکو) په مرسته د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې د لمانځنې کوربه توب پر غاړه واخلي. دا مراسم د بودالروکاماواتا سيمې په انايک بندر کې ترسره شول.
د منشي پيغام:
هغه مهال د يونيسکو منشي کويچيروماتسويارا، په دې اړه يو پيغام هم لېږلى و، چې اصلي متن يې د ملګرو ملتونو په ويبپاڼه کې پروت دى، په دې پيغام کې نوموړي د بشر د حقونو دفاع کړې او ټينګار يې کړى چې دوى بايد د وينا او رسنيو له ازادۍ څخه استفاده وکړي، بيا يې د بشر حقونو ١٩ماده څېړلې، چې دا ماده يې د غښتلې ډيموکراسۍ د ايجاد، د مدني ګډون زياتوالى، د قانون حاکميت او د نړيوال امنيت پراختيا ګڼلې ده.
ماتسوريا، د پيغام په دوام کې وايي چې د رسنيو خپلواکي کولاى شي چې د بشر له حقونو سره مرسته وکړي، چې هغه له بېوزلۍ څخه خلاصون دى. نن سبا يو مليارد خلک هره ورځ تر يوه ډالر ډېر کم عايد لري، چې په سختو شرايطو کې ژوند کوي، د دې تر څنګ ٢،٧ مليارده نور د ورځې تر ٢ ډالرو کم عايد لري، له دې کبله په ٢٠٠٠ م کال د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې، د دې وېروونکې وبا په وړاندې د مبارزې مفکوره وستايل شوه او په نړيواله کچه وړانديز وشو، چې بايد د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې جدي هڅې وشي. پرېکړه وشوه چې تر ٢٠١٥م کاله پورې بايد د بېوزلۍ کچه نيمايي ته راټيټه شي.
نوموړى، روڼاندې ټولنې ته په اشاره سره څلورو توکو ته اشاره کوي: د وينا ازادي، خبرتياوو او معلوماتو ته د ټولو عمومي لاسرسى، د نورو ملتونو ژبې او کلتور ته درناوى او کيفيت لرونکې زده کړه.
هغه وويل: په روڼاندو ټولنو کې ډيجيټلي رسنۍ ډېره ونډه اخيستلاى شي. تر ٢٠٠٠م کال وروسته دولتونه، د ملګرو ملتونو اژانسونه، نور نادولتي سازمانونه او ځينې نړيوال فعالان، د دغو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سرچينې پياوړې کوي. د عمومي منشي په پيغام کې د خلکو ګډون او د خپلواکو او ازادو رسنيو په رسميت پېژندل مهم ګڼل شوي، چې د بېوزلۍ په کمولو کې ستر رول لري. هغه هم د دوو دليلونو له مخې؛ لومړى دا چې د نړۍ نور خلک له سم حکومت کولو خبر شي، خلکو ته مساوي چانس ورکول، چې اساسي او ضروري خدمتونه يې په واک کې وي. د فساد مخنيوى او په راڼه ډول حساب ورکول، په ټولټاکنو کې د خلکو ګډون او د کانديدانو ټاکل. دويم دليل دا دى چې د بشر لومړني حقونه په رسميت پېژندل کېږي، دغه راز غښتلې مدني ټولنې، بنسټيز بدلونونه، سياسي روڼوالى، د زده کړې ملاتړ، روغتيايي اسانتياوې زياتېږي او اغېزناکې کېږي.
د يونيسکو منشي، د رسنيو د خپلواکۍ او د عايداتو د زياتوالي ترمنځ د اړيکو دغه راز د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې د زياتوالي او د خلکو د سواد لوړې کچې ته په اشارې سره وويل: هغه څېړنې چې په دې اړه شوي او نړيواله غونډه چې په تونس هېواد کې د ٢٠٠٥م کال په نومبر مياشت کې شوې، ١٧٦ هېوادونو ګډون په کې کړى و. په دې غونډه کې يوځل بيا ټينګار وشو، چې د پرمختګ او پراختيا په برخه کې د مطبوعاتو خپلواکي، په خپلواک ډول د معلوماتو ترلاسه کول ډېر ستر رول لري. ماتسويارا، په خپل پيغام کې راوړي دي، چې د مطبوعاتو د خپلواکۍ ورځ موږ ته دا فرصت راکوي، دې پوښتنې ته ځواب ومومو، چې خپلواکې رسنۍ څنګه کولاى شي په نړۍ کې بېوزلي له منځه يوسي، د دې لپاره چې رسنۍ (مطبوعات) په اغېزناک ډول کار وکړي، بايد چې خبريالانو ته خوندي چاپېريال برابر شي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د خبريالانو د نړيوال فډراسيون وروستۍ سورې ته اشاره وکړه، چې په ٢٠٠٥م کال کې شوې ده او په کې راغلي چې ١٥٠ خبريالان او هغه کسان چې د رسنيو لپاره کار کوي، د خپل مسووليت پر لار وژل شوي دي، چې دا ډېره لوړه شمېره ده.دا ښيي چې خبريالي خطرناکه دنده ده او دا خطر د وخت په تېرېدو سره پراخېږي، د ټولنې دا پوړ(قشر) تل له ستونزو، ګواښونو او کړکېچ سره مخ دى، چې په ٢٠٠٥م کال کې تر ٥٠٠ زيات کسان نيول شوي او يا بنديان شوي دي. د ٢٠٠٣م کال له مارچ راهيسې د ٢٠٠٥م کال تر ډسمبر مياشتې پورې، يوازې په عراق کې ٦٠ خبريالان وژل شوي، چې دا يوه نړيواله ستونزه ده. د يونسکو منشي په پاى کې د نړۍ له دولتونو هيله وکړه، چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره لارې چارې وسنجوي، په دې برخه کې قوانين نور هم سخت چې رسنۍ وکړاى شي خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.
نور فعاليتونه:
د يونيسکو د اصلي پروګرامونو تر څنګ، په نورو هېوادونو کې هم، د دغه سازمان دفترونو د رسنيو د خپواکۍ ورځې د لمانځنې لپاره ځينې پروګرامونه په پام کې نيسي، ځينې يې يو لړ مراسم ترسره کوي، چې د رسنيو، ټولنو، پوهنتونو او د بشر حقونو فعالان ګډون په کې کوي، خبرې اترې او بحث په کې کېږي، چې په ځينو دا ډول غونډو کې خلکو ته جايزې هم ورکول کېږي. د دغو سازمانونو په لړ کې د IFEX, IPI، د خبريالانو نړيواله ټولنه او نور يادونلاى شو.
دد ټايلنډي ورځپاڼه ليکونکو ډله په بانکونک کې د رسنيو د ازادۍ ورځ لمانځي، چې په همدې نامه په جاکارتا کې هم ځينې سيمينارونه جوړوي، تاسې به خامخا پوهېږئ چې د نيپال پلازمېنه (پايتخت) کتماندو د ګڼو سياسي پېښو کوربنه وه، خو دا هېواد اوس د رسنيو د خپلواکۍ پلوه هېوادونو په کتار کې راځي چې دا ورځ په ځانګړ مراسمو سره لمانځي. په مسکو کې د رسنيو د عکاسانو ترمنځ سيالۍ کېږي، چې تر ټولو غوره اثر ته جايزه هم ورکول کېږي. د نورو معلوماتو لپاره unesco.ru انټرنټ پاڼې ته ورشئ.
په ٢٠٠٦م کال کې ښايي د يونيسکو تر ټولو غوره کار د فلسطين په رام الله ښار کې د ځينو پروګرامونو ترسره کول وي، چې هلته يې پر سيمينارونو او غونډو سربېره، ګڼ مسلکي او کارپوه کسان سره راغونډ شول، که تاسې د رسنيو د خپلواکۍ په اړه نورو معلوماتو ته اړتيا لرئ، د يونيسکو رسمي ويبپاڼې ته لاړ شئ.