هند اوس د حمله کونکو پل لټوي
د نړیوالو معتبرو خبری آژانسونو د خبر له مخی د هند د بمبی د یرغمل نیولو ماجرا چی په چهارشنبه پیل سوې وه پسله ۶۰ ساعتونو څخه په شنبه پای ته ورسېده .
په دې پیښه کی ۱۹۵ کسان وژل سوي ( چی ۱۸ یې بهرنیان دی ، خو بی بی سی وایی چی ۲۲ بهرنیان دي ، چی په هغوی کی ۶ یې امریکایان او ۳ هم اسرایلیان دی ) او شل کسه امنیتی پرسونل هم پکښی شامل دي . خو ویل کیږی چی ښایی د مړو شمېر ځکه زیات سی چی د تلاښۍ پر مهال کله کله په ګوښو کی کوم مړی پیدا کیږی . په دې پېښه کی تر ۳۰۰ زیات کسان ټپیان سوي دي . د کوماندو قوماندان « جی کی دت » وویل چی جنګیالي ډېر ماهر او چالاکه وو او څو څو ځله به یې په تاج هوټل کی د عملیاتو د مخنیوی او دوامداره کولو په غرض په هوټل کی اور ولګاوه او موږ به یې واخطا او ګمراه کولو . پولیس وایی چی اجمل عامر مو ژوندی ونیوچی په پښه کی ویشتل سوی دی خو ابو اسماعیل په مقابله کی ووژل سو ( مخکی ېې ویلی وو چی هغوی دواړه مو نیولی دي ) پولیس زیاتوی چی اجمل د پاکستان د فرید کوټ اوسېدونکی دی .
مخکی هند پاکستان تورن کاوه چی په دې قضیه کی لاس لری خو اوس وایی چی غیر حکومتی پاکستانی ډلی او کسان لاس لری . آصف علی زرداری ډاډ ورکړ چی که موږ ته ثابته سی چی کوم پاکستانی ګروپ یا شخص لاس پکښی لری نو د ټولی دنیا په مخکی به یې په سخت ترینه سزا سره محاکمه کړو . په عین حال کی یو پاکستاني پوځی مقام وویل چی که هند خپل پوځونه پاکستانۍ پولي ته سوق کړی نو موږ به هم مجبور سو چی خپل پوځونه د تروریزم پر ضد په جنګ کی د افغان پولی څخه هندۍ پولی ته را انتقال کړو او په دغسی نازک وخت کی قبایل پخپله خپلی سیمی ښه ساتلای سی . خبری منابع وایی چی د امریکا ، انګلستان ، اسراییلو او پاکستان استخباراتی شبکې د هند سره د دې کسانو د اصلی منبع د پیدا کولو په هکله مرسته کوی . په هند کی په همدې ۲۰۰۸ کال کی څو مهمی بمی حملې په لاندی ډول دي : ۱۳
د مې : د جیپور په مارکیټونو او ګڼه ګوڼو ځایونو کی ۷ بمونه وچاودل چی ۶۳ کسان یې ووژل ، د جولای پر ۲۵ لږ تر لږه ۷ کوچني بمونه په بنګلور کی و چاودل او دوه کسه یې ووژل ، د جولای پر ۲۶ لږ تر لږه ۲۲ بمونه په احمد آباد کی وچاودل چی ۴۹ کسه یې ووژل ، د سپټمبر پر ۱۳ په ډیلی کی پنځه بمونه وچاودل چی ۱۸ کسه یې ووژل ، د سپټمبر پر ۲۷ په ډیلی کی بمی چاودنی یو نفر وواژه ، د سپټمبر پر دیرشمه په لویدیځ هند کی چاودنو ۷ کسه ووژل ، د اکتوبر پر دیرشمه په آسام کی چاودنو ۶۴ کسان ووژل ، او پدې وروستۍ پېښه کی څه باندی ۱۹۵ کسان دا دي ووژل سول .