کور / تازه خبرونه / امریکایی بې پیلوټه الوتکو دوه کسان ووژل

امریکایی بې پیلوټه الوتکو دوه کسان ووژل

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن امریکایی بې پیلوټه طیارو د شمالی وزیرستان میران شاه ته نږدې د راکټونو په حمله کی چی پر یو کور یې وکړه ، دوه کسان ووژل او پنځه نور یې زخمیان کړل . تر اوسه معلومه نه ده چی دا څوک وو خو پاکستانی استخباراتی مسؤلینو چی نه یې غوښتل نومونه یې معلوم سی وویل چی دا د محلی طالبانو د یو قوماندان کور و مګر بهرني جنګیالي به هم پر میلمانه کېدل . پاکستان او امریکا رسمأ هیڅ غبرګون نه دﺉ ښودلی .