کور / اسلامي / قرباني

قرباني


قربانی  همهغه دابراهيم ع  دستری قربانی يادګار دی  کوم چه خدای ج ابراهيم ع ته دخپل خوږ اولاد دقربانی  حکم کوی پلار اوزوی دواړه دخدای ج  حکم پرځای کوی  قوله تعالی :


فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).


ژباړه :هغه هلک چه کله دهغه سره دمنډو ترړو سن ته ورسيد ،نوابراهيم ع  هغه ته وويل زويه  زه په خوب کی وينم چه ستا زبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! دهغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه  ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .


اسماعيل ع دغه وخت لا بلوغ  ته نه ؤرسيدلی خودمورجانی اوپلار سره دمنډو اوکومک سن ته رسيدلی ؤ.


اصلاً دخدای ج داسماعيل زبح کول هدف نه ؤ بلکی په ابراهيم ع يی دا امتحان وکړ چه دی  آيا د خپل خوږ اولاد قربانی ته هم تيار دی ، چه پدی امتحان کی ابراهيم ع بريالی شو دخپل زوی پرځای يی څاروی قربانی کړ .


نودا زمونږ قربانی همهغه دابراهيم ع دستری قربانی سنت دی .


ددی قربانی څخه اصلی موخه اخلاص دی ،خدای ج ته دقربانی غوښه نه رسی بلکی نيت او اخلاص  ورته رسيږی .


ابراهيم هم يو بشر ؤ اومونږ هم  هغه د خپل يوه زلمی زوی زبحی ته حاضر شو مونږ خو بايد په ډيراخلاص  د تقريباً (750-7000) افغانی  قربانی ته حاضرشو. 


قربانی پرکومو خلکو واجبه ده :


په کومو خلکو چه دفطرصدقه واجبه وی په هغو قربانی هم واجبه ده ،مګردخپل طرف نه دخپل بالع اونابالغ اولاد دطرف نه واجبه نده اوکه څوک يی وکړی نو ثواب لری .


دقربانی وخت دری ورځی يعنی د ذوالحجی دلسم،يوولسم اودولسم دماښام پوری دی .


پدی موده کی که شپه وی اوکه ورځ قربانی کولای شی خوورځ بهتره ده.


سرسايه خود اخترله لمانځه مخکی کول ضرور دی مګر قربانی دلمانځه څخه ورسته کول ضرور دی.


دکومو څارويو قربانی کول ضرور دی:


پسه ،سريلی ،غويی،ميښه اواوښ  داپنځه ډوله څاروی که نروی اوکه ښځه قربانی يی جائزه ده.


په ګډ اوڅرلی کی يواځی يونفر اوپه غوا،ميښه او اوښ کی اوه کسان شريکدای شی .


دګډاو  وزګوړياسريلی عمربه يوکال ياترهغه ذيات وی ،خوکه ديوکال نه کم وی اوپه جسامت اوصورت کی ديوکلن په شان معلوميږی بياهم جايزدی .


غوا به دوه کاله ياتردوه کاله ذياته وی اوښ دپنځوکالوياترهغه ذيات.


دقربانی څاروی څنګه پکار دی :


دقربانی څاروی ښه اوتيارپکار دی ړوند،کوډ اولکی پری کړی څاروی قربانی صحی نده.


۱- کوډ : چه په دريو پښوځی اويوه پښه پرځمکه نشی لګولای که يی ولګوی هم تلی ورباندی نشی.


۲- دکوم څاروی چه غوږونو اوغاښونونه وی قربانی يی نه صحی کيږی.


مګرکه دوه ياڅلور غاښونه يی نه وی يايی دغوږ د دريمی  حصی نه کم پری شوی وی صحی ده .


همدارنګه که ښکريی بالکل په بيخ کی مات وی قربانی يی نه صحی کيږی اوکه لږحصه ماته وی يادپيدايښت په وخت کی نه وی نودهغی قربانی جائزه ده.


۳- دډيرخواراوډنګرڅاروی چه يواځی هډوکی اوڅرمن پاتی وی اوغوښه بالکل ونه لری په ټيله روان وی قربانی يی نه صحی کيږی .


۴- که بی خبره دڅاروی په ګيډه بچی راووت نوقربانی صحی ده که بچی يی روغ وی هغه دهم قربانی کړی.


دقربانی طريقه :


دقربانی څاروی به داسی څملوی چه مخ يی قبلی طرف ته وی اودا دوعا دی ووايی :


اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ  الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ .


ماخپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده دهغه ذات طرفته راګرزيدلی يم چه آسمانونه اوځمکی يی پيداکړی دی اوزه دمشرکانونه نه يم ،ځمامونځ ،ځماحج اوټول عبادتونه اوځما ژونداوځمامرګ ټول دالله دپاره دی ،چه هغه ټول جهان مالک دی اودهغه څوک شريک نشته ،ماته دده حکم شوی دی اوزه فرمانبرداريم ،ای الله !داهرڅه ستاورکړه ده اوستادپاره ده.


که يی دوعا ياد نه وی په زړه کی د نيت وکړی بسم الله او الله اکبربه ووايی .


څاروی بايد په تيره چاړه حلاله کړشی په پڅه چاړه زبح کول مکروه دی


که چاقصداً بسم الله او الله اکبرپريښودل نوڅاروی مردارشو،مګرکه اراده يی وه خودحلالولوپه وخت کی يی هيره شی نوحرامه نده.


څوپوری چه دڅاروی ساه نه وی وتلی ترهغه پوری دڅرمن ويستل اوسرپريکول ندی پکار.


څوضروری مسئلی :


۱- دقربای غوښه به دری حصی کړی  يوه خپل ځان ته ،يوه  حصه به په خپلو خپلوانو وخوری  او دريمه برخه به په فقيرانو اومسکينان  وويشی ،خوکه کور ګڼ وی ټوله  دی پرخپل اهل عيال وخوری.


۲- دقربانی ځاروی که پخپله حلال شی بهتره دی ،پربل چا حلالول هم جائزدی ،دقصاب  مزدوری به له خپله جيبه ورکوی نه له قربانی څخه.