د کندهار – بولدک پر لویه لار بم وچاؤدېد

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2008


نن غرمه پر ځايي وخت  يوولس بجې دکندهار، بولدک پر لویه لار ترنک پله ته نژدې د یو ایس بي ای پر موټر باندي بم وچاؤدېد چي له امله یې مرګ ژوبله واوښتله
د یوه دولتي چارواکي په وینا په دې پېښه کي يؤساتندویه کس مړ او بل یې ژوبل شوی دی
د دې پېښي ذمه واري تر دم ګړیه چا پر غاړه نه ده اخیستې .


بل لور ته په يو تازه خبر وايي چي همدا اوس اوس دکابل ښار حبیبي لېسې ته څېرمه ځان مرګی بريد تر سره شو،ویل کیږي چي دا بريد په داسي حال کي وشو چي څلور موټران، چي خارجیان پکي سپاره وو پر سړک روان وو .
په دې بېښه کي مرګ ژوبله اوښتې ده خو تر اوسمهاله یې سمه شمېره نه ده معلومه .

Copyright Larawbar 2007-2024