کور / تازه خبرونه / کراچۍ:په نښتو کې ۲۰مړه ترسلو زیات ژوبل

کراچۍ:په نښتو کې ۲۰مړه ترسلو زیات ژوبل

کراچۍ ښار کې د تېرو څو میاشتو راهسې د طالبانایزیشن تر عنوان لاندې تاو تریخوالي پرون هغه مهال زور واخست کله چې د ددو وسله والو ډلو له لوري په یو بل ډزې شورو شوې. د پښتنو او هندي مهاجرو ترمنځ په دغو نښتو کې تر اوسه ۲۰ کسان مړه شوي او تر سلو زیات ټپیان شوي دي . ټول ښار کې وېره خوره ده،په سرک د ګاډیو ګڼه ګوڼه هم نشته او په ځینو ځایونو کې د اور لګیدو خبرو هم رارسیدلي دي .د تازه خبرونو ترمخه د لودهران په سېمه کې د پښتنو دوکانونو ته اور وراچول شوی دی او ددې ترڅنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ غړی جلال هم په دغو پېښو کې شهید شوی دی.


د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر شاهي سید او د ایم کیو ایم مشر فاروق ستارپه یو شریک مطبوعاتي کانفرنس کې خپلو ګوندي غړو باندې د باثباته پاتې کیدو ږغ کړی دی خو تراوسه د ښار په بېلا بېلو سېمو کې د تاوتریخوالي او ډزو اوازونه اوریدل کیږي .


دیادونۍ وړ ده چې دا تاوتریخوالی په لندن کې مېشت د ایم کیو ایم ډلې مشر الطاف حسین د هغې بیان وروسته شورو شوی دی کوم کې چې هغه د مبینه طالبانایزیشن د مخنیوي دپاره نوموړي خپلو کسانو ته د کراټو زده کولو او د ځان سره د وسلې ایښودو دپاره ویلي وو. د الطاف د بیان د خپریدو سمدست ورسته په کراچۍ کې پښتنو او په خاصه توګه د کوېټې پښتنو ته د خپلو کاروبارونو او هوټلونو د بندلو حکم وکړی شو.تېره ورځ د پښتنو د لوري عوامي نېشنل ګوند شاهي سید او دایم کیو ایم له لوري فاروق ستار په ګورنر هاوس کې کامیابې خبرې اترې هم وکړې خو تر هغې د فساداتو د پل لاندې ډېرې اوبه بهیدلې وی او خونړي فسادات شورو شوي وو.