داسلامی امارت دفرهنګي کمیسیون خبرتیا

د لراوبر اداره | نوومبر 30th, 2008


 


      دالاماره ویب پاڼه چي په پنځو ژبو  پښتو ،دري ،عربي اردو او انګلسی خبر ونه ، راپورونه  ،تبصري ،څیړنیزي لیکني ، او داسلامي امارت دمقام اورهبري شوري  اعلاميي خپروي   او همداراز يي په دي وروستیو کښي  داسلام په نامه  څانګي کار پیل کړي  چي زیات شمیر دیني لیکني  او کتابونه پکښي ځاي پر ځآي شوي او همداراز ستاسو دیني پوښتني او زموږ ځوابونه په نامه څانکه لري  ،چي دديني علماء کرامو له لوري دلیدونکو راليږلي ديني پوښتني په خپل وخت ځوابوي  . الاماره ویب پاڼه دنړۍ په ،ګوټ ګوټ کښي  روزانه په زرګونو لیدونکي او مینه وال لري .


دزیاتو لیدونکو له سببه  په پلورشويو سرورو کښي دکمپنۍ نه شکایتونه اوریدل کیدل چي ستاسو دویب پاني لیدونكي زیات دي او زموږ سرور يي له ستنوزو سره مخ کړي نو څه چاره يي وکړي،همداراز په وړیا سروور کښي  چي  بیندويچ  يي کم وي   لیدونکي یي دکتلو پر وخت له ستونزو سره مخ کیږي ،


نو له همدي  سببه داسلامي امارت  فرهنګي کمیسون وپتیله چي  دپښتو او دري ژبو لپاره يو ځانګړي ویب پاڼه ولري   تر څو په الاماره ویب پاڼي دلیدونکو شمیر کم او ستونزي کمي شي ، نو دشهامت ویب پاڼه يي پرلیکه کړه ،شهامت ویب پاڼه په په پښتو او دري ژبو دالاماره ویب پاڼي خپریدونکي خبرونه  مقالي او …. خپروي شهامات به دالاماره ویب پاڼي  داسلام برخه هم خپروي ،ځکه داسلام برخي هم اکثریت مضامين او کتابونه په پښتواو دري  ژبو دي .


دنوي ویب پاڼي لپاره دشهامت نوم دغوراوي يو سبب نيك پالي ده چي که وکړای شي دافغانستان دباشهامته ملت واقعي ترجماني  وكړی  هیله ده دشهامت ویب پاڼه خپله وبولي او پرخپلو لیکنو ،نظرونو او پیشنهادونو يي ونازوﺉ .
داتاسو او دا هم شهامت ویب پاڼه


www.shahamat.org

Copyright Larawbar 2007-2024