اتریش:د افغانانو دکلتوري، اسلامي او زده کړیزمرکز پرانیستل

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2008


په اوتریش کې د فغانانو دکلتوري، اسلامي او زده کړه ییزمرکز د غونډی ګذارش:

له پخوانۍ خبرتیا سره سم ، د نوامبر په دیرشمه نیټه د اوتریش په پلازمینه وین ښا ر کی تر پورتني سرلیک لاندې د شا وخوا یو نیمو سلو افغانانو په ګډون غونډه وشوه.

په دی غونډه کې ګډونوالو د مرکز د جوړیدلو په اړه به اړه بیلابیلی څرګندونې وکړې او په پای کی ټول یو غږ شول چې دغه راز هڅې ارزښتمنې دي.همداهمغږي د ې لامل شوه چی د یوه کلتوري منځي(مرکز) ایښودنه ومنل شي.

دا دی دهمدی هوکړې او پریکړې له مخې  ټولو وین میشتي افغانان خبرول کیږي چې د مرکز په اړوندو ټولګیو کې د خپلو لوڼو او زامنو ګډونپاڼې ترلاسه کولای اوډکولای شي.

په درنښت   انجینر ظریف سا پې 

پته:« د افغانانو کلتوري،اسلامي او زده کړه ییز مرکز»

Nordbahnanlage
1210-Wien
Tel:0699/10567338
01/292 1985

  Zarif-ruhollah@hotmail.com      Ing. Zarif


په دی مرکز کې دغه آسانتیاوی افغانانو لپاره موجود دي :

د دینی چارو د زده کړی لپاره مجهزه ټولګي او درسی مواد .
 د ادبی غونډو ،مشاعرو ،سمینارونو،دقرآنشریف ختمو او ….. لپاره د 150-200کسانو لپاره مجهز ځای.
 د مورنۍ ژبو زده کړی لپاره مجهز ټولګي.


·         د افغان کمکیانو لپاره په مورنۍ او الماني ژبی وړکتون . ( د قرآنکریم ،اسلام اوعربی ژبی زده کړه په ماشومانو تطبیق کیږی) . د هغو کورنیو چی عواید یی کم وی مصارف یی دولت ورکوی.

·          د ښونځیو زده کونکوهغو ماشومانو ته چی سن یی تر ۱۶ کلو تیټ وی دماسپښینی ځانګړی درسی ټولګۍ ((Hort . چی لمړی دغرمی دوډۍ ماشومانو ته ورکول کیږی او بیا درسی،عبادتی او سپورتی پروګرامونه پی تطبیق کیږی. د هغو کورنیو چی عواید یی کم وی مصارف یی دولت ورکوی.

·         د ماشومانو او ځوانانو د سالمو مصروفیتو پراخی آسانتیاوی او صحی روزنۍ لپاره سپورتی کلپ
 افغانی کتابتون  او په څلور پایو کمپیوټرونو مجهز دفتر. .

د ښادۍ او غم لپاره پخلنځی او دپخلنځی وسایل (ګازي لوی اوجاغونه ، لوی دیګی،لوخی او…
 د ښځینه اونارینه لپاره د ژبی، کمپیوټر او . . . زده کړی کورسونو ټولګي.
جومات، آشپز، ډم اوډیری نوری آسانتیاوی همدی یو تعمیر کی دیو چت تر لاندی ستاسو ښاغلو اوآغلو لپاره . د دی امکاناتو نه څومره چی کولای شۍ ګټه واخلۍ .

درنو افغانانو ته یو ځل بیا یا دونه کیږي چې:

داوتریش مرکز ویاناښار د مدینی جومات کی دافغان ماشومانولپاره هره شنبه او یکشنبه د قرآن کریم زدکړه اونوری اسلامی لارښوونی دجربو ښونکولخوا هلکانو او  انجنو لپاره په جلا توګه په پښتو  او دری  ژبو دتیرو دوه کلوه را په دی خوا الحمدالله په ښه کیفیت  تدریس کیږی.

هغوګرانو ورونو،خویندو او ماشومانو ته چی لا د دی پروګرام ځنی بی خبره او بی برخی پاتی دي،  خبرورکول کیږي چی د دی امکاناتو نه ګته واخلی او دی پروګرام کی زموږ سره ګډون وکړی.     وقت : هره شنبه او یکشنبه د ۱۱ بجو نه تر ۱۳بجو او۳۰ دقیقو پوری

د نوم لیکلو او ډیرو معلوماتو لپاره اړیکه :په پورتنۍ پتې اونمبر اړیکه ټینګه کړۍ

Copyright Larawbar 2007-2024