کور / شعر / دوه اختريزغزل

دوه اختريزغزل

اې خــتـره !  ســتـادمـيـنـې خـبـرنـشتـه
نــو څه ګرم يمه چـې وايـم : اخترنشته


دلـته څـه غـواړې اخـتره چې رادرومې
دځــوانـانــواودپېـغـلـولــښـكــرنـشـتـه


دشــبـنـم پــرځــاى نـن دوړې  راوريـږي
خاورې شوى دى چمن، نـيـلـوفـرنـشـته


په زړګي مې توره شپه ده څه به خاندم
هــرې خـواتـه ګـورم ،ګـورم دلـبرنـشته


اې اخــــتــره زه بــــه څـــه ووايـــم تـــاتــه
نـن لــه مـــاســـره غـــزل دګـــودرنــشتــه


دمــلالــې ټــپــې وايـــم كـــه يــــې اورې
په سپـېرو شونډو كې څرك داثرنشته


دزړه  زور مـې اوبــۀ شـــوى پـــه ژړادى
دخـنـدا  راســره هـېڅ يــو نــظـرنــشــتــه


شمسه  چېرې يې رادرومه چې رڼاشي
پـه تيارۀ كـې اخـتر تېرشـو سـحرنشته


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


اې احـــتــره مـــه رادرومــــه حــــال بـــــدل دى
دې مــالــت كــې روښــنـايــي نـشـتـه بډل دى


دګــودرداوبـــورنـګ مــوهــم تـك ســـوردى
خـوښـۍ تـلـلـي دي اوغـم پــه موږمعطل دى


دلــتـه ټــول ګـلان دځـــان پــه ويـــراخــتـه دي
كه ګلاب دى ،كه ريحان دى ،كه بخمل دى


درمـبـېل چـمـبېل له ستـرګـواوښكې څاڅي
واړه  ژاړي  كـه ريـــدي  ، كــه شــبــوګــل دى


پـه چـمن كې مـوپـه ساندومرغان بوخت دي
كــه تـــوتـــاده ،كــه مــېــنــااوكـــه بــلــبـل دى


دشـمـس وړانـګـې مـو وريـېـځــوپـټـې كـړي
اې اختـره ،بخــت مــوداسـې شـوم شـډل دى