په محکومه پښتونخوا کي د خان شهید ۳۵ تلین ولمانځل شو

56 | دسمبر 4th, 2008


د محکومي پښتونخوا په بېلابيلو سیمو او ښارونو کي د پښتنو د یوهْ مبارز رهبراو ملت پال شخصیت خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي پنځه دېرشم تلین په بېلو بېلو سېمینارونو،رسمي غونډو،خبري ناستو،او ادبي غونډو او مشاعرو کي په خورا درنښت سره ولمانځل شو،په دې غونډو کي د سیمو پوهانو،سیاسي شخصیتونو،لیکوالانو او عالیمانو د خان شهید پر سیاسي،ادبي،صحافتي او ټولنيز کار،زیار او خدمتونو په مفصل ډول رڼا په خپل وارسره واچوله په کومو ښارونو کي چي د خان شهید په یاد کي سېمینارونه او غونډی ترسره شوې په هغه کي چمن،پښین،کوټه،لورلای،قلعه سیف الله،ږوب،سیوۍ اومسلم باغ د یادولو وړ دي

 

Copyright Larawbar 2007-2024