د شهید داؤد خان مړی پسله ۳۰ کالو وپېژندل سو
رویټر د کابل څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی افغانی چارواکو نن پسله دیرشو کالو د افغانستان د لومړني ولسمشر شهید محمد داؤد خان او د هغه د کورنۍ د نورو غړو جسدونه تشخیص او وپېژندل . د ملی روغتیا د وزارت یو مسؤل احمد فرید رعد وویل چی دا جسدونه د کابل ښار د ختیځ په یوه پوځی اډه کی د کیندنو په نتیجه کی معلوم سول . ده وویل چی حکومت او د داؤد خان کورنۍ به دا فیصله وکړی چی هغوی چیری له سره سم ښخ کړی . دغه کمیسیون د تیرو شپږو میاشتو راهیسی د شهید داود خان د مړي د معلومولو او تشخیص ګروېږني کولې څو چی اوس یې خپل کار پای ته ورساوه . شهید داؤد خان د ۱۹۷۸ په اپریل کی د کمونیسټی کودتا په نتیجه کی د خپلي کورنۍ د اکثریت غړو سره شهید سوی و .