امریکایی بې پیلوټه طیارو درې کسان ووژل
د رویټر او بی بی سی د خبر له مخی امریکایی بې پیلوټه الوتکو نن د شمالی وزیرستان د میر علی په ځنګل خیلو کی پر یو کور د توغندیو په برید کی درې کسان ووژل . ځایی خلکو وویل چی هغوی درې طیارې ولیدې او دوه راکټونه یې وویشتل . هغوی وویل چی دې حملې شاوخوا ګاونډي کورونه هم سخت زیانمن کړل .اسلام آباد او واشتګټن په دی حملو کی ضمنی موافقه سره لری .
د یو بل خبر له مخی د پېښور د قصه خوانۍ بازار د « کوچه رساله دار » د امام بارګاه د وژل سوو کسانو شمېر شلو ته ورسېد او ممکن پسی زیات سی . خبر وایی چی د شاوخوا کورونه ټول زیانمن سوي او شدید اور لګېدلی دی . د سرحد وزیر اعلی وویل چی دا ځان وژونکې حمله نه بلکی یو ایښودل سوی بم و . ده زیاته کړه چی په دې حمله کی بهرنی لاس شته دی خو نور تفصیل یې ور نه کړل .