کور / شعر / افغان حاجیانو ته د سولي لپاره دوعا

افغان حاجیانو ته د سولي لپاره دوعا

حاجیانو خدای کور ته سفر مو پخیر
د وطـن ســولې  له دوعــــــــا وکــړۍ 


هلته میـنا  او ابـــراهیم مقــــام کی
د خدای دربــار تـــه  التجا وکړۍ 


د دی نــــاوریـــن د ختمیدو لپــاره
عــذرو زاری او تمـــــنا وکـــــــړۍ 


چی دا د وینی ډک ویالی وچی شي
هــــم نــــنواتـــــــی او ژړا وکــــــــړۍ  


د هر بنــــده مومن انسـان لپـــاره
دوعـــــا د عفــوی د ګنـــــاه وکړۍ 


خو ګورې هلته چی دواګانی کويی
چــی په اخلاص او بی ریا وکړۍ