کور / شعر / اختر

اختر

اختر د ټولو مباره ک شه
عمر مو شه ډېر،ډېر کلونه


ژوندون مو تير په خوشحالۍ شه
را مه شه تاسې ته غمونه


نوی موسم ده نوی خيال ده
 هېر کړۍ دا ټول زاړه يادونه


د ځان ،ځانۍ نه په کنار شۍ
په ورور ولۍ جوړ کړۍ جشنونه


ژوندون مو تېر په خوشحالۍ شه
را مه شه تاسې ته غمونه


راځۍ د يؤ د بله جار شو
په اتفاق ورکړو لاسونه


يو بل ته غاړه غړۍ ورکړو
په غليم بل کړو سره اورونه


اختر د ټولو مباره ک شه
عمر مو شه ډېر، ډېر کلونه


څوک کړي پېغور د نام و ننګ
 څوک مو د ژبو سره جنګ


څوک شول څرګند په بل،بل رنګ
کله به ويښ شې ته پښتونه


اختر د ټولو مباره ک شه
را مه شه تاسې ته غمونه


ګلان د خار نه کله پاک وي
په هر سېلاب کې خس ،خاشاک وي


اغزي په برخه دې دښمن شه
په برخه ستاسې دې ګولونه


په حامد به شي اختر هغه وختونه
چې يؤ ځای شي لر او بر واړه قومونه


 د ٢٠٠٨ کال د دسمبر د مياشتې ٤مه