په مورچل ویب پاڼه کي د (شعرسیالي) پروګرام وځنډول شو

د لراوبر اداره | دسمبر 6th, 2008


مورچل ویب پاڼي دګرانوشاعرانودلاغښتلي کېدوپه  هیله  د (شعرسیالي) ترعنوان لاندي  یو پروګرام پیل کړی ؤ اوپه لومړي پړاوکي یې د ستر صوفي شاعر عبدالرحمن باباشعرپرلیکه کړی ؤ چي ځینوشاعرانود همدې شعرپرځمکه خپل شعرونه ولیکل اوموږپه مورچل ویب پاڼه کي پرلیکه کړل. کله چي دسیالۍ لپاره ټاکل شوی وخت پای ته ورسېد ، ټول راغلي شعرونه مو دقضاوت لپاره ښاغلي پيرمحمدکاروان ته ولېږل :

كاروان صاحب په ځواب کي مورچل ویب پاڼي ته داسي لیکلي وو :

انشاء الله دبیت الله حج ته روان یم، دعاوي کوئ، نوځکه په ارامه ستاسوښکلوشعرونوکتلوته نه یم وزګارخوبیاهم ټوله شعرونه مي وکتل. له لومړي ترڅلورم، پنځم ډېرښکلی وو تقریباً ټول شعرونه سره په یوه کتارکي دي. نام خداټولوشاعرانوښکلي شعرونه لیکلي دي، زمادغه اتم غزل (ښکلا =د انجنير عبدالوکیل متین) په کي خوښ شوی دی. په دې کي ځیني نوي خبري په تغزلي انداز سوي وې. خو زما هیله ده چي داشعرونه په نوروکسانو هم وګورئ زمادااتم نمبرغزل (ښکلا =د انجینر عبدالوکیل متین )  په کي ډېرخوښ شوی دی .

د ښاغلي پیر محمد کاروان د ځواب نه وروسته په دې لټه کي شوو ترڅو دښاغلي کاروان په خبره بل چاته یې هم ښکاره کړو. هغه ؤ چي اسدالله غضنفر ته مو د سیالي شعرونه ورواستول :

غضنفر صاحب دمورچل ویب پاڼي دبرېښنالیک په ځواب کي دغه کرښي لیکلي وې :


اتۀ واړه غزلې مې ولوستې ، خوند مې ورنه اوخيست. تاسې راته ويلي وو چې يوه پكې تر نورو غوره وبولم. دغه كار راته اسان نۀ و ځكه هرې غزل خپل كمالونه لرل. هر څوك حق لري چې د ګلونو د ګېډۍ په منځ كې يو ګل تر نورو غوره وبولي خو كه د دۀ تجربه زياته وي نو په خپل انتخاب به ډېر ټينګار نه كوي ولې چې نه د ټولو ذوق يو شان وي او نه د يوۀ كس ذوق تل يو ډول وي. كه د وګړي ذوق نه بدلېدلاى نو خپل كور ته به يې په بېلو بېلو وختونو كې بېل بېل رنګونه نۀ انتخابول او كه د خلكو ذوقونه نۀ بدلېدلاى نو د لباس مود به په يوۀ حال پاتې و.

  زما د دې خبرو اصلي مقصد دا  دى چې په را استول شويو اشعارو كې د يوۀ غوراوى د نورو د نه غوراوي معنا نه لري خو بيا هم  ستاسې د غوښتنې په اساس به ووايم چې اتمه غزل(ښكلا =دانجینرعبدالوکیل متین) تر نورو غوره ګڼم. په دې غزل كې نسبت نورو ته د كاميابو تصويرونو د جوړولو هڅه زياته وه  . . . .


دلته خوداپه ډاګه سوه چي دسیالي ګټونکی څوک شو. اوس اصلي خبره داده چي مورچل ویب پاڼي په پام کي درلودل چي د راتلونکي سیالۍ لپاره یوډېرتشویقوونکی خبرپرلیکه کړي چي لږترلږه په راروانه سیالي کي له ۵۰ شاعرانو څخه ډېر ونډه واخلي خوغضنفر صاحب داسي نظرورکړی چي مورچل ویب پاڼي یې کله تصورنه ؤ کړی اونه ورته بل چاداسي نظرورکړی ؤ. مورچل ویب پاڼي داسیالي دشاعرانودتشویق په خاطر پیل کړې وه اوپه لومړي خبرکي یې همداخبره کړې وه چي ستاسوپام ورته رااړوم :

یادونه  !!!  مورچل ویب پاڼه داکاریوازي او یوازي د دې لپاره کوي چي شاعران ملګري یوله بله سره وپېژني، دزړونو محبت یې سره زیات سي اوتر ټولو مهم دا چي له دې لاري شاعران تشویق کړل سي څو دښه شعرلیکلولپاره زیاروباسي….

خپله ښاغلي کاروان صاحب هم داسیالي منلې وه ځکه هغه لیکي:

زه به هم انشاءالله په دې لیکه غزل ولیکم، که رانه پاتي شو هیله ده وبه مي بخښئ ځکه چي په ډېرحساس پړاودژوندکي یم دعاکوئ . . . . 


خو راسئ وګورواسدالله غضنفر د(شعرسیالي) دګټوپه هکله څه لیکي؟ :


… او هغه دا چې په آينده كې د بل شاعر پر شعر باندې شعر ليكل او سيالي ورباندې جوړول مه تشويقوئ، ځكه دا كار د شاعر د محدودېدلو سبب ګرځي او د زړۀ د اواز د بيانولو په ځاى د چوكاټي او قالبي خبرو كولو ته مجبوريږي .

دلته خبري بېل رنګ واخیست. موږکټه راوړله خوهغه داستادانو په نظر تاوان وخوت. نومورچل ویب پاڼي په خپلو کي سره صلاح مشوره وکړه اوترهغه وخته یې چي دشعرسیالي ګټه (شاعرانوته) نه وي څرګنده شوې، د (شعرسیالي) پر کړۍ ئې یوه لویه تیږه کیښودله .


که تاسو په دې هکله څه ویل او یاهم کوم وړاندیز لرئ ، کولای شئ دمورچل ویب پاڼي  دچلونکو سره یې شریک کړئ ، د برېښنالیک پته ده :

morchal@msn.com

او یاهم کولای شئ ، دسپيني ادې د ادبي اوکلتوري دفتر سره اړیکه ونیسئ :

ویب پاڼه – www.morchal.com 

د دفتر پته ده :  هرات ښار ، باغ دښت کوڅه ، د سپیني ادې دادبي او کلتوري ټولني دفتر

دټولني مسؤل : ډاکټر حمیدالله نیازی 
 
په درناوي

دسپیني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه – دمورچل ویب پاڼي مسوله څانګه

Copyright Larawbar 2007-2024