د افغانستان په اوسنیو شرایطو کښي د ځوانانو مسولیتونه

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2008


       ځوانان د یوی ټولنی هغه فولادی قوت دی ّّچه کولای شی په بیلابیلو پړاوونو کی غورځنګونه او انقلابونه منځ ته راوړی او د حکومت  جوړولو په ټولو اړخونو کی فعاله ونډّه ولری او د خپلو حقوقو څخه پوره دفاع وکړی.  افغانستان په تیرو دریو لسیزو کی د داسی کورنی جنګونو، کړاونو، سیمیزو او قومی تبعیضونو شاهد وؤ چه سارۍ یی په ټوله ڼړی کی نه لیدل کیده. افغان ملت درپه دره شو، ښکلی افغانستان په خاورو او کنډوالو بدل شو، میندی کونډی شوی، ماشومان یتیمان شول ځینو کورنیو چه څه نا ّڅه د هجرت توان درلود په ډیر خوارشینی اوبی وزلی سره ګاونډیو ّهیوادونو ته مهاجر شول او له هر رنګه کړاونو او محدودیتونو سره سره د هجرت او جلاوطنی ژوند ته دوام ورګړ. هغه کورنی چه د جنګ په میدان کی پاتی وی له هر ډول امنیتی اقتصادی  او ټولنیزو تکالیفو او کړاونو سره مخ ول.
       باید په ښکاره ډول سره ووایو  هغه ّځوانان چه په تیرو دریو لسیزو کی په جنګی شرایطوکی لوی شوی دی هیّڅ ملامت نه دی، ځکه چی امنیتی او اقتصادی مشکلات یی لرل، د زده کړی او تحصیل زمینه ورته برابره نه وه، آن تر دی چه ډیرو ځوانانو د راتلونکی ژوند تمه نه لرله.
      دا یوه معلومه اوښکاره خبره ده چه جنګی شراط نه یواځی د یوی ټولنی په امنیتی، اقتصادی، سیاسی او ملی ارزښتونو تاثیر لری بلکی د ملت په خاصه توګه د ځوانانو په روحیه، ټولنیزو اخلاقو، زده کړه او فکرونو  هم ډیری اغیزی لری چه نن سبا زمونږ ډیر ځوانان ددغو بدو اغیزوپه نتیجه کی په هیوادکی  د ځینو نا امنیو او نا خوالو لامل ګرځیدلی دی او په همدی ډول ځینی ځوانان  د هجرت په دوران کی د پردیو د کلچرونو، فکرونواو ایډیولوژی تاثیرلاندی راغلی دی چه تر نورو زیات سیمیز، ژبیز او قومی تبعیضونو ته لمن وهی او نه پریږدی چه ګران افغانستان کی امن او څوکالی راشی. ددی ټولو بد بختیو اوکړاونو تر څنګ په ډیری خوښی سره باید ووایو چه زمونږ ډیر ځوانان د هجرت په دوران کی د هر ډول مشکلاتو او کړاونو سره سره د زده کړی ډیری ښی زمینی ورته برابری وی او د ښه زده کړی او تحصیل خاوندان شول، چه بیرته ګران وطن ته راستنیدوسره یی ډیری ښی لاسته راوړنی لرلی. همدا رنګه ډیرو ځوانان په افغانستان کی د نا امنۍ او جنګی شرایطو سره سره یی خپل زده کړی او تحصیل ته ډیر پام وو اود هر رنګه مشکلاتو او کړاونوسره سره  یی خپلو درسونو او تحصیل ته ادامه ورکړه. بی له شکه باید ووایو چه په هغو بدو شرایطو کی ځینو والدینواو کورنیو د خپلو اولادونو په روزلو کی ډیره فعاله ونډه درلوده چه په ځانونویی هر ډول کړاونه اوتکالیف قبول کړل ولی خپلو اولادونوته یی د زده کړی او تحصیل زمینی برابری کړی او له هر څه نه یی زیات د هغوی  راتلونکی ته ډیر پام وو چه زه هم د همدغو ځوانانو له جملی څخه یو خوشبخته او طالعمنده ځوان یم او همیشه خپلی کورنی  او موروپلار ته دعا کوم اود څښتن تعالی څخه ددوی د خوشحالی او صحت غوښتونکی یم.
     د افغانستان په اوسنیو شرایطوکی سره له دی چه اکثرو ځوانانوته ښه امکانات برابر دی او د اقتصاد له پلوه هم ّّڅه نا څه  بد ندی، خو څرنګه چه لازمه ده د نسبی امکاناتو او وخت نه یی پوره ګته نده اخیستی. دا اوس مهال په افغانستان کی د ښونځیو،پوهنتونونو، بهرنیوژبو، ساینس او کمپیوټر اود ځینو نورو تعلیمی کورسونو ښه زمینه برابره ده او د اقتصاد له پلوه هم ډیر ځوانان ددی وس لری چه عالی تحصیلات وکړی او یا په خصوصی برخو کی کورسونه تعقیب کړی او په آینده کی د ویجاړ وطن لپاره د خدمت مصدر وګرځی. ولی له بده مرغه باید ووایوچی  چه ځینی ځوانان د ښونځی او یاد ژبی د کورسونوپه ختمولو اکتفا کوی او یا یی ښونځی هم نیمګړی پریښی دی او په ځینو بهرنیو غیر دولتی موسسو کی کار کوی، یا هم په غیررسمی توګه د بهرنیو نظامی او یا ملکی وګړو سره په ترجمانۍ بوخت، ډالری معاشونواو موټرو ته خوشحاله دی اویا داسی ځوانان هم شته چه د ښه علمی او فکری استعدادونو خاوندان دی ولی له بده مرغه ځینو ګاونډیواونورو هیوادونو ته د کاراو مزدوری لپاره ځی خو دی ته متوجی ندی چه راتلونکی ژوند لری او د خپل ځپلی وطن بی وزله ملت او راتلونکو نسلونو په مقابل کی درانه مسؤلیتونه لری.
       دافغانستان په اوسنی شرایطوکی ځوانان له هر څه نه وړاندی خپل زده کړی او تحصیل ته باید زیاته توجه وکړیُ، ځکه چه افغانستان تکړه او با استعداده ځوانانو ته اړتیا لری او د ځوانانو د هدف ته رسیدو یواځنی لار ده، دوی د اوسنی شراط غنیمت وګنی او له وخت نه د پوره ګته واخلی.
      ټول ځوانان د لاس یو کړی او د یو واحد قوت په لرلو سره کولای شی چه هر رنګه ژبیزُ، قومیز او منطقیز تبعیضونه له منځه یوسی، ددریو لسیزو له تاریخ نه د عبرت واخلی او پرینږدی چه هغه شرایط او کړاوونه بیا تکرارشی، که چیریٌ ځوانان ملی یوالۍ او وحدت ولری نو هر څه کولی شی.
      د ویجاړ وطن په جوړولو کی د فعاله ونډه واخلی، افغانستان په ټوپک نه جوړیږی بلکی په قلم او مټو جوړیږی که چیری ځوانان لاس یو کړی او په پوره صداقت کار وکړی نو واضح خبره ده چه ددوی زحمتونه به پوره نتیجه ورکړی.
      هغه ځوانان چه په دفترونو او دولتی اداروکی کار کوی، کولی شی چه د بډی اخیستنی او بډی ورکونی مخه ونیسی او اداری فساد له منځه یوسیی، پدی شرط چی دوی په پوره صداقت او ایمانداری کار وکړی او اصلی هدف یی د ویجاړ افغانستان جوړول وی نه د پیسو او مقام لاس ته راوړل.
      هغه ځوانان چه افغانستان نه بهر ژوند کوی، که د مالی مرستی توان لری نو له بی وزلو ځوانانو سره د مرسته وکړی تر څو وکولی شی خپل تحصیل او زده کړی ته دوام ورکړی، او هغه ځوانان چه په بهر کی پخپله په زده کړه بوخت دی او د مالی مرستی توان نه لری نو کولی شی چه خپلو ملګرو او نورو ځوانانو ته نیکی مشوری ورکړی او دوی خپلو درنو مسؤلیتونو ته متوجه کړی.
      نو راځی ځوانانو چه لاس سره یو کړو او په پوره صداقت او ایمانداری خپلی دندی مخ ته بوځو اود بی وزله ملت او ویجاړ افغانستان د جوړولو  لپاره ملا وتړو. تول افغانان یوو، دیوه ملی بیرغ لاندی ژوند وکړو اوپری نږدو چه دښمنان زمونږ په منځ کی تفرقه واچوی د ژبی، سیمی او یا قوم په بهانه مو سره بیل کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024