د تعنو وزیر
د نوامبرپه ۲۲ مه د ماښامنۍ نه وروسته د تلیفون زنګ وګړنګیده غوګۍ مې راپورته کړه ملګری مې د روغبړ نه وروسته یاده ونه وکړه چې نن دورځې د جرمنی څخه یو آشنا مې تلیفون را کړې وه ویل یې چې د پارلمان غړی مولوی صیب شهزاده راغلی غواړي چې د شنبی په ورځ بلجیم ته موږ کره راشی
نو ځکه مې یاده ونه وکړه چې بیا تاسوهم راشی .ما ورته وویل چې حتماُ دروانې وضعی د معلوماتو په خاطر او هم د هرکلي او ستړی مه شی لپاره به درشم .رښتیا چې بنده ته راتلونکي مستور ده یوازی څښتن تعالی واقف وی چې سبا به څه ورپیښیږی . د شنبی په ورځ ما د ستونزو له وجی ونشوای کړای چې هلته ورشم .د شپی مې د تلفون په لیکه ملګري ته د نه ورتګ ستونزه واوروله او دمیلمنو د رارسیدو په هکله مې احوال تر وپوښته ، هغه وویل چې هغوی راغلي خو شپه بل چیری تېره وی بیاسبا شپه ما کره تېروی ، او په پام کې لرو چې سبا ورځ له سهاره ترماښامه په پاریس کې تیره کړو، بیا ماښام به ته هم راشی . هو،سبا سهار ۹ بجی موږ درځو چې جي،پي،اس دې راکړی چې پاریس ته د لاری په ښودو کې را سره مرسته وشی .
د ژمنی سره سم هغوی سهار راغله موټر یې په لوی سړک درولی وه ملګري مې ور وټکه وه او ما هاغه ورکړ اومیلمنوته د هر کلي ویلو په خاطر ورسره روان شوم په عینی شیبه کې یې وویل چې صلاح کلار وزیر اسداله وفا صیب هم ده . موټر ته لا ورنژدې شوی نه وم چې مولوی صیب له واره راکوزشو او په غاړ ورکولو مو روغبړ سره وکړاو له وفا صیب سره مې د موټر په دننه کې . ترهغه چې دهغوی موټرله سترګو پناه کېده د پښتني میلمه پالنې له وجی زه هلته ولاړ وم .
دشپی ۷ بجې ملګري مې تلفون راوکړ وې ویل مونږ په لاره کې یو. نیم ساعت وروسته کورته رسیږو راځه حرکت راوکړه .ماورته وویل لکه چې د څښتن تعالی رضا نه وی څه له میلمنو سره یې وګورم پدې چې لا تراوسه په سړکو واوره ده اوبل ته خو خبر یې چې موټر مې سهی جوړ نده، نوعذرمی ومنه . هغه ټینګار وکړ چې درپسې دربه شم . ورله وه مې ویل ښه نده میلمانه یوازی پاتي کېږی، نو هڅه به وکړم په اورګاډي کې به درشم .لنډه داچې په چټکې مې ځان تیار کړ اووخوځېدم له ۹ څخه شل تېرې وی چې هلته ورسېدم .هغوی ډوډۍ خوړلې وه چای یې څښه ټولو سره مې روغبړ وکړ اوخوښي مې ورسره وکړه ،ښه ده چې پدې واورینه ورځ کې بې ستونزې او بې پېښې په خیر سره راستانه شوی یې .
د خبرو په لړ کې ما وویل چې د انګرېزي لیکوال سر اولف کارو (پښتانه /پټانز) په ولیکنه په ۱۸۲۳ کال کې د سید اکبر شاه په مشرۍ د خټکو ،مومندو او یوسفزیو لښکرې نوښارته نژدی د پیر سباک د غونډۍ په شاوو خواکې دسکانو لښکرۍ تار و ماراو د سکانو مشر پولاسنګه یې ور وژلی وه .لیکن ګرکه منظم کنډک (انګریزي ) د توپچې په مرسته د غازیانو د وړاندی تګ خنډ شول او ډېر جنګېالي شهېدان شول . اعظم خان هم پدی جګړه کې وه هاغه په خپلې خزانې وډار شو چې چور نشی وتښتېده .وزیر صیب راغبرګه کړه چې دا د دوه ،دونیم سوه کالو کیسی دی .په ځواب کې ما ورله وویل چې دا کیسه نده بلکې تاریخ ده .تاریخ د یوملت د پېژند ګلوی سند د ی د پرون ورځې د بریوو،ناکامیو هنداره ده . د قام د سرلوړۍ او سر ټیټۍ ثبوت دی. په وزیر صیب باندی زما خبرې دومره تباه کونکې ولګېدې لکه اوسنی ټول شته مې ترې اخستي وی او د ۷ کالو شاته ژوند ته مې ګرځولی وی او یا مې د دې ۷ کالو د کړو په سر د ملت محکمی ته کش کړی وی .نوموړي پدې ټکو غبرګون وښود .
ټول اروپا میشته افغانان نظر راکوی . بیا هه هه هه په خندا شو، هاغه بل یې ویل چې د کنړ بند دې جوړ شی ، که ریښتیا وطن درباندی ګران وی راشه هلته کار وکړه ،دلته راغلی یې، بچو سره پروت یې پیسې ګټی ، څومره په دې دوعا وې او زارۍ کړې وی روژې به دی نیولې وی او خیراتونه به دې په غاړه اخستی وی چې قبول شم . اولاد مو چې سهار مکتب ته ولاړ شی بیا تر هغه چې سترګی مو پری لګیږي زړه مو ناکراره وی چې چا اغوا کړی نه وی .
وزیر صیب په یو نفس تورونه او تعنې کتار کړی بیا یې غږ وکړ چې خوب راځی .کوربه ورله وویل ستاسو د هرکلي لپاره افغانان له بروکسل نه ،یو ګړۍ د مخه را خوځیدلی اوس به را ورسیږی . موږ سبا بې له هغه بروکسل ته ځو هلته به سره وګورو د ملت وزیر وویل .
سم چی دوی د کور له ور څخه وتل هغوی راورسېدل روغبړ یې په وره کې سره وکړ د خبرو لپاره واپس خونې ته راغلل. هغوی ځانونه وروپېژندل چې موږ پخوا د حزب اسلامي دا کاره کسان وو، او د ۱۹۸۵ یموکالو نه راپد یخوا د لته اوسیږو. وايې ګونګ د ګونګ په ژبه ښه پوهیږي. د ظاهر غلیمانو او دباطن یارانو له پېژند ګلوی سره سم یو بل ته سره زړونه پرانستل لومړی د ملت وزیرخپل سکرتر ته غږ وکړ، راشه د دوی د تلفون نمری درسره ولیکه . بیا هغوی د تلفون نمره ترې وغوښتله ، وزیر صیب دواړوته خپل کارت ورکړ او ټیګار یې پرې وکړ هرکله چې کابل ته راغلی حتماُ به یې له ماسره ګوری ، پداسی حال کی چې خونه کې ۶ نور کسان هم ناست وه .
ځه پوه نشوم چې وفا ته ځان پښتون ونه برېښېده او که موږ پښتانه په نظر ور نغلو،له شکه پرته موږ خو پخپلو کړو وړو پښتونولي څرګنده کړیوه، د دوی د درناوی لپاره ورغلي وو ،د پښتنو د کولتوراو د میلمه پالنۍ د دود په اساس موهرکلی ورکړای وه د کور د راتګ بلنه یې ونه منله . خوهغه د پښتونولي خلاف عمل وکړ پخپلو کړو یې ځان مصلحت ګر معامله ګر او د ډلی ټپلې وزیر وښود ،په لوی لاس یې رنګ وران کړ چې په کړاونو کې د راګیر ولس په هکله (د خواجه بهاوالدین د هردم شهیدو،په سرپل کې د لټ شوو پښتنو) او د دانشګاه د محرکینو په اړه ترې ونه پوښتو .موږ نه پوهیږو چې پښتانه چارواکي ولی خپلو ته شنه زمري او ژبه ور دﺉ؟د پښتو ویونکو، نه پرته د نورو ټولو ژبو د ویونکو مشورې منی او لا س په نامه ورته دریږي خو د پښتون بیچاره خبره په خوله کې ور وچوی همدا اوس په هر وزارت او ریاست کې په درجنو بهرني مشاوران دي . وفاصیب ! د مېړانې کار خوداده چې محققیان او مسعودیانو نه،مو پوښتلي وای چې تاسو جهاد د روسانو په ضد کړای او که د پښتنو په ضد ؟ یقیناُځواب به یې داوی چې د روسانو په ضد .نو بیا به دې ورته ویلي وه ، ولی دې د پښتنو د ځمکو د غضب کولو لپاره اعتصاب دې وکړ او ولې د ایرني واژو د قانوني کولو لپار لاریونونه کوﺉ.؟ تاسو خو د جهاد په نامه حکومتي څوکۍ اخستی .
هغوی مو د ناحقه دعوولپاره ګویان کړی او موږ د حق په ویلو ګونګه وی .
ښاغلی وزیر د بی امنۍ پړه هم ماته مخامخ کړه ته به وای چې د بد امنۍ زړی ځه یم او ما راوستی وی، د غر بیانو او شمالي ټلوالې منلی یار یم .
هو ،عالم الغیب خو یوازې لوی ذات دی چی په غیبو پوهېږي . ما او وفا صیب په ټول ژوند کې دا لومړی ځل وه چې سره ومو لیدل د امریکایانو له خوا دتپل شوی حکومت په اډانه کې دهغه له نوم سره آشنا شوم او باورلرم چې هاغه به اوس هم زما نوم نه پېژنې . نو په کوم ثبوت او یا د کوم شاهد له قوله وایې چې ما به د قبولي لپاره زارۍ کړې او روژې نیولي وي .
دا د تا په وینا که به مې کړی هم وی ،نو دچا دلاسه به اړوتی یم ؟چا به سپینه ورځ راباندې توره شپه راوستی وي؟ چا به مې سر ،مال او عزت ګواښه ولي وي ؟ که چېرې زموږ شپانه زموږ لپاره قصابان شوی نه وای، او نه وه نو موږخپل وطن پریښود ه ؟ پدې لنډۍ کې څومره ښه ویل شوي .
څوک په رضا له ملکه نه ځې یا ډېر غریب شی یا د یار له غمه ځینه
که موږ غریب شوی او یا بې یاره شوی یو، دې همدې ۳۰ سو کالو د واکمنانو د لاسه شوی یو . زړه سوانده او په پښتنو مینه ! موږ څله وطن ته در غواړی میاشت دمخه د لغمان ځوانان چې د مذ دورۍ لپاره ایران ته روان وه او پښتون دوښمنو د څارویو په شان حلا کړه ،هغوی به دې په کار کړی وه چې بی وخته وژل شوی نه وه. نژدې د ټول ولس کندو کڅوړ ه ګرځېدلې ،له پاوو او چارک اوړو څخه د زیاتو رانیولو وس نلری، کابل چې پلاز مېنه ده د ښار په هر لس متره سړک شل تنه سوالګر ولاړدی . دحکومت دلوړ پوړو چارواکو په وینا همدا اوس شپږنیم میلونه ولس د وچې غلې د اخیستلو توان نلری .په لس ګونه زره ځوانانو دبې کارۍ له وجی د حکمت د مخلفینواو جنګسالارانو وسلې په اوږه کړی، د تا به ستره میړانه وی که د وطن د ننه کسا ن په کار بوخت کړی .
یوازی زما د ورنو او اولادو شمیر دخدای (ج) په فضل ۳۵ تنو ته رسیږي د هغوی د ژوند ارابه هم دخدای په مهربانۍ زه چلوم.له خپل،خپلوانو او د کلي له ډیر بیوزلو سره هم کله ،کله لاس وړم، په ۲۰۰۶ کال کې دخپل د کلي د ښونځۍ له ۱۵۰۰ تنو زده کونکو سره پنسل ،پنسل سرونکې ،خودکار قلم ،۵۰ ورقه کتابچه له هر یوه څخه یو ،یو مې مرسته وکړه . پر کال مې ښونځۍ ته د والي بال توپونه ،جال او خادې واخستی .که موږ د تا ومنو او در شو یوازی د وږو شمیر به نور زیات شی .
وفا صیب که شاباس نه راکوی نو تعنې هم مه راکوه .
وسلام
۲۹/۱۱/۲۰۰۸